د لاس رسي وړ اتصالات

جا پان د افغانستان سره مرستو یو تړون لاس لیک کړ


د افغانستان د مالېې وزیر ډاکټر انوار الحق احدي په کابل کې د چاپان له سفیر سره د لس اشاریه شپږ ملیونو ډالرو په ارزښت دیوې پروژی د پلي کولو تړون لاسلیک کړ.

دا مرسته به د تخار په ولایت کې دای خانم د سېمې د سرحد د اداری ظرفیت په لوړولو ولګیږي.

د مالېې وزیر انوار الحق احدي له چاپان نه ددغو مرستو د ترلاسه کولو په مهال وویل چې ددی پروژی د عملي کولو له لاری به د سرحد دواړو غاړو ته د مخدره موادو او وسلو د قاچاقچیانو مخه ونېول شي.

ښاغلي احدي وویل چې ددی پروژی له امله به سرحدي ګمرکي عواید هم ښه تنظیم شي.

په کابل کې د چاپان سفیر هیدو ساتو بیا په خپلو خبرو کې وویل چې په ۲۰۰۶ کال کې په قطر کې د سرحدي ادارو د پياوړي کولو په خاطر له جوړ شوي کنفرانس را وروسته چاپان د افغانستان له حکومت سره د سرحدي ادارو د جوړولو په برخه کې ګڼې مرستې کړي چې د ننۍ پروژې لاسلیک یې غوره بېلګه ده.

هغه وویل چې دا د بلاعوضه مرستو لړۍ ده چې چاپان یې له افغانستان سره د تروریزم په وړاندې په جګړه کې په مصرف رسوي.

XS
SM
MD
LG