د لاس رسي وړ اتصالات

بش او گیلانی - د افراطیت او د افغانستان د امنیت په باب


د امریکا جمهور ریس بش ویلی دی چی ده د پاکستان د صدر اعظم یوسف رضا گیلانی سره د افراطیت او د افغانستان سره د پولی د امنیت په شمولو گڼو دوه طرفه مسلو باندی خبری کړیدی.

دواړو مشرانو نن په سپینه مانڼئ کی سره ولیدل. او ښاغلی بش پاکستان د یوی رغندی دیموکراسئ په توگه یاده کړیده.

هغه وویل چی ده صدر اعظم گیلانی سره د افراطیت په خطرونو خبری وکړی او په دی وغږیدلو چی د پاکستان او افغانستان پولی باید تر ممکنه حده پوری خوندی وساتلی شی.

بلخوا د پاکستان صدر اعظم یوسف رضا گیلانی خبریالانو ته ویلی دی چی د ده هیواد د افراطیت او تروریزم په ضد جنگ ته ملا تړلی ده او غواړی چی د امریکا سره مناسبات نور هم قوی کړی.

امریکا غواړی چی پاکستان د خپلی نه افغانستان ته اوړیدونکو او هلته په افغان او امریکایی عسکرو د برید کونکو جنگیالیو د مخنیوی دپاره ډیر کار وکړی.

پاکستان ویلی دی چی دوی به چا ته اجازه ورنکړی چی د دوی خاور د بل کوم هیواد په ضد حملو دپاره استعمال کړی. د ښاغلی گیلانی حکومت ویلی دی چی دوی به د تشدد د مخنیوی دپاره د زور نه کار اخلی خو زیات غوره دا گنی چی د افراطیانو سره خبرو د لاری مسلی حل کړی.

د یاغیانو سره د پاکستان د حکومت په خبرو د ناټو، افغانستان او امریکا مقامات ناخوښی دی.

د پاکستان صدر اعظم یوسف رضا گیلانی به د جمهور ریس بش نه علاوه د امریکا د خارجه وزیری میرمن کونډا لیزا رایس او د دفاع وزیر رابرټ گیټس سره هم وینی.

دی علاوه دی به د امریکا د جمهوری ریاست په انتخاباتو کی د جمهوری غوښتونکی گوند د کاندید جان مکین او د دیموکرات گوند کاندید براک اوبامه سره هم وینی.

XS
SM
MD
LG