د لاس رسي وړ اتصالات

سوات: طالبان د اردو درې تنه استخباراتي مامورین وژلي دي


پاکستاني چارواکي وایي د سوات په قبائیلي سیمه کې وسله والو طالبانو د پاکستان د اردو درې تنه استخباراتي مامورین وژلي دي.

دوی وایې دا پیښه د دوشنبې په ورځ په منگوره سیمه کې شوی ده.

د ملیشه وسله والو یو ویاند ویلي دی حکومتي استخباراتي مامورین د دوی د بندي ملگرو د شکنجې په بدل کې وژل شوي دي چې په حکومتي زندانونو کې پراته دي

بل خوا، پاکستاني چارواکي وایې د پاکستان او افغانستان سره په گډه پوله کې د مشکوکه امریکایې توغندی ویشتلو هدف په هغه ځای کې د القاعده شبکې د وسلو جوړولو د یو ماهر په نښه کیدل و.

چارواکي وایې د دوشنبې په ورځ د توغندی په برید کې چې شپږ کسان ووژل شوو یو هم پکې مصري نژاده ابو خباب ال ناصري شامل دی.

چارواکي دا هم وایې چې طالب وسله والو په شمال لویدیځه سوات دره کې د اردو د استخباراتو درې افسران وژلي دي.

دوی وایې دا پیښه هم د دوشنبې په ورځ په منگوره سیمه کې شوی ده.

XS
SM
MD
LG