د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کی د شپی د گرځیدنی بندیز


پاکستانی پوځی چارواکی وایی چی په قباییلی سیمه کی په هغه جنگ کی چی همدا اوس روان دی لږ تر لږه ٢٥ یاغیان او پنځه عسکر وژل شوی دی.

د پاکستان پوځی چارواکیو ویلی چی دغه جنگ نن له هغه وروسته ونښت چی امنیتی قواوو د سوات په دره کی شل کسه یاغیان ووژل .

پاکستانی چارواکی وایی چی دوی د سوات په دره کی په هغو دیرش کسه عسکرو پسی گرځیدل چی د سی شنبی په ورځ د هغوی په پوسته باندی په حملی کی نیول شوی وو.

د طالب پلوه یاغیانو د مشر مولانا فضل الله نطاق مسلم خان تصدیق کړه چی جنگ روان دی مگر وویل چی د هغوی د جنگیالیو د مرگ ژوبلی شمیر ډیر کم دی.

د پاکستان پوځ د سوات په دره کی په داسی حال کی چی د یاغی طالبانو اوحکومتی قواوو ترمینځ نوی جگړی پیل شوی دی د شپی گرځیدنی بندیز لگولی دی.

همداشان پاکستانی چارواکی زیاتوی چی یاغی طالبانو په شمالی وزیرستان کی یوه ښځه امریکا ته د جاسوسی په تور په ټوپک وویشته او مړه یی کړه. چارواکی وایی چی یاغیانو د گل زاده بی بی مړی د میرانشا ختیځ پلو یوه کلی ته نژدی غورځولی ؤ.

چارواکی او عینی شاهدان وایی چی د دی ښځی د مړی سره یو لیک اچول شوی و. په دی لیک کی لیکل شوی و چی دغه ښځه له هغه وروسته ووژل شوه چی په سټلایت ټلیفون یی د امریکایی ارطباتیانو سره خبری کولی.

د دوشنبی په ورځ طالب پلوه یاغیانو په منگوره کی چی د سوات په دره کی یو غټ ښارگوټی دی د پاکستان د استخباراتو دری کسه مامورین وژلی وو.

XS
SM
MD
LG