د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان استخباراتی اداره د یاغیانو سره 'لاس لری'


په یوه خبری رپوټ کی راغلی چی د پاکستان جاسوسی اداری په قبایلی سیمه کی د یاغیانو سره چی په افغانستان کی د حملو مسؤلیت په غاړه لری خپلی اړیکی ټینگی کړی دی.

د امریکا د پوځ او د استخباراتی اداری چارواکیو دغه تورونه نن د نیویارک ټایمز په ننی گڼه کی خپاره کړی دی.

هغوی وایی چی د امریکا د استخباراتو د اداری مرستیا ل ستیفن کاپیس د دی میاشتی په پیل کی په مخفی توگه پاکستان ته تللی ؤ چی د پاکستان چارواکیو پرخلاف اسناد راټول کړی.

د پاکستان صدر اعظم یوسف رضا گیلانی د امریکا یوی ټلویزیونی شبکی پی بی ایس ته ویلی دا تورونه چی د پاکستان د استخباراتو اداره دی د یاغیانو سره ارتباط ولری ، د منلو وړ نه ده.

XS
SM
MD
LG