د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د کشمیر د سولی د اوربند نه یی 'سرغړونه کړی ده'


د هند پوځ په پاکستان تور لگولی چی په دی دریو ورځو کی یی دوه ځله د کشمیر په جنجالی سرحدی سیمه کی د اوربند نه سرغړونه کړی ده.

د هند د پوځ یو نطاق انیل کومار متور وایی چی پاکستان عسکرو نن د هیمالیی په سیمه کی په پاکستانی عسکرو ډزی کړی دی.

هغه زیاته کړه چی د هند عسکرو ځوابیه ډزی ونکړی او په دی پیښه څوک نه دی خوږ شوی.

د دی اونی په پیل کی په همدی سیمه کی د پاکستان او هند عسکرو څوارلس ساعته اوږده جگړه وکړه چی د دوشنبی په ورځ پیل شوه او د سی شنبی په ورځ پای ته ورسیده.

هندی چارواکی وایی چی په دی جگړه کی یو هندی او څلور پاکستانی عسکر وژل شوی دی، خو پاکستان دا ادعا رد کړی ده.

د دواړو ملکونو چارواکی د تشدد پړه یو په بل وراچوی.

پاکستانی چارواکیو د سی شنبی په ورځ وویل چی هندی عسکرو د پاکستان تر کنټرول لاندی کشمیر ته په ااوښتو سره جنگ ته لمن ووهله.

دوی غوښتل چی هلته خپله پوسته ځای په ځای کړی اوبی دلیله ډزی یی وکړی. او د هند پوځ وایی چی پاکستانی عسکر هندی کشمیر ته ورننوتلی دی.

XS
SM
MD
LG