د لاس رسي وړ اتصالات

د اچ آی وي ایدز د مخنیوي او معالجې د هڅو اندازه 'زیاته شویده'


د نړیوال ایدز سره د مبارزې د چارو اداره وایي پدې وروستیو څو کلونو کی د اچ آی وي ایدز د مخنیوي او معالجې د هڅو اندازه زیاته او له کبله یی د مړینی اندازه را ټیټیه شویده.

په ملگرو ملتونو کی د ایدز سره د مبارزی د چارو رئیس پیتر پایات وویل له هغه وخته چی د هغه ادارې ددې مرض سره د مبارزی دپاره څیړنیزې هڅې پیل کړی، دا رپوټ په نړی کی ددې مرض د څرنگوالي په باب تر ټولو مثبت گڼل کیږي.

"که تیرو شلو کلونو ته وگورو، مونږه په وروستیو دوه و کلونو کی د ایدزپه ضد د هڅو بیسارې ښې نتیجې لاس ته راوړي. مونږه د ایدز وژونکي مرض سره د مبارزی نوی پړاو په لور گام ږدو. یو دا چې د مبارزی زغم مهم گڼو بله دا چې مونږ باید پخپل چمتووالي اواوږد مهالې مبارزې ځان ډاډه کړو."

هغه وویل په دوه و کلونو کی د لومړي ځل دپاره د ایدز سره د تړلو مرضؤنود مرگ و میر اندازه پداسې حال کی را ټیټه شوې چې ددې مرض د مخنیوی او معالجې په پروگرامونو کې بیسارې وده تر سترگو کیږي. مخ په انکشافو هیوادونو کې دری ملیون کسان دارو درمل تر لاسه کوي.

"په ځینو هیوادونو کې گوروو چی د اچ آی وي د مخنیوی هڅې دری چنده شوی دی. په هغو ځایونو کی چې په معمول ډول ورته پاملرنه نه کیده او یا هم د لری پرتو سیمو خلک چی د مرستو رسول ورته گران و."

په رپوټ کی دا هم راغلي چی په اچ ای وی باندی د نویو اخته شویو کسانو شمیره هم د یو دپاسه دوه زرم کال په پرتلې چی دری ملیونو ته رسیده، دوه اعشاریه اوه ملیونو ته را ښکته شوی ده. دا کموالی د افریقا د وچې په بی وزلو هیوادونو لکه ایتوپیا او رواندا کی لیدل کیږی

"د ماشومانو په برخه کې هم ښه زیرئ لرو . د رپوټ په اساس په تیرو دوه و کلونو کی د اچ ای وي په ستونزې اخته دامیدوارو هغو میندو فیصدي چې د مور نه ماشوم ته د مرض د انتقالولو د مخنیوی دپاره دارو درمل اخلي د څوارلسونه دری دیرشو ته لوړه شوی ده."

نړی په گڼو ملکونو په خاصه توگه په افریقایی ملکونوکی د ځوانانو د ژوند لاری چاری او عادتونه هم بدل شوی دی

ثریا عبید په ملگرو ملتونو کی د نفوس د چارو رئیسه وایی: "په ځینو هیوادونو کې پرمختگ شوی خو اوس هم زیات شمیر ځوانان دا پوهه نه لري چی ځان ددې وژونکي مرض نه څنگه وساتي."

خو ښاغلی پایات وایی د بیسارو پرمختگونو سره سره د هرو هغو دوه و کسانو په وړاندی چی د معالجې هڅی یی پیلیږي، پنځه نوي کسان پدی مرض اخته کیږي هغه وویل پدی برخه کی مالي مرستو ته سخته اړتیا ده.

نن په نړۍ کی دری دیرش ملیون کسان په اچ ای وی اخته دی چې باید یی پر ضد مبارزه وشی که نو ټول به ژوند له لاسه ورکړي.

رپوټ وایی تیر کال لس بلیون دالره د اچ ای وی او ایدز سره د مبارزی پروگرام ته اختصآص شوی وی خو نورو اتو بلیونوته اړتیا وه که وغواړو د اوسنۍ ودې او پرمختگ سرعت همداسی وساتو نو باید د مرستو اندازه پنځوس فیصده زیاته شي.

XS
SM
MD
LG