د لاس رسي وړ اتصالات

په سوات کې د هاوانو په ډزو کی د یوې کورنۍ ټول غړي وژل شوي


د پاکستان پولیسو ویلي دي چی نن د پنجشنبې په ورځ د سوات په دره کی د هاوانو مرمۍ په یوه کور لگیدلي د یوې کورنۍ ټول اووه غړي یې وژلي دي.

دا نه ده معلومه چی دا ډزي چا کړی دي . په مړو کی پنځه ماشومان شامل دي په دې سیمه کی د حکومتي قواو او یاغي طالبانو تر منځ جگړې وروسته له هغه شروع شوې چی یاغیانو د امنیتي قواو ٢٥ تنه وتښتول او د تلاشۍ په یوې پوستې باندی یې حمله وکړه.

چارواکي وایی په دې جگړو کی ٢٥ طالبان او پنځه عسکر وژل شوي دي.

دا جگړې د هغه اوربند سره سره کیږي چی د تیري مې په میاشت کی محلي حکومت د یاغیانو سره وکړ.

د سولي ددې تړون په اساس طالبانو ته اجازه ورکړه سوه چی اسلامی شریعت نافذ کړی او په بدل کی به یې پاکستاني عسکر ددې سیمی نه وځی، مگر د هغه د لاسلیکیدو نه لږ وروسته یاغیانو بیا په حملو شروع وکړه، ښوونځیو او تجارتي مؤسسو ته یې اورونه واچول او د سکي د لوبي یو تفریحي ځای یې په بمونو والوځاوه.

تیره هفته یاغي طالبانو وویل چی حکومت د سولي تړون مات کړی دی او د عسکرو د وتلو غوښتنه یې وکړه ، مگر د صوبه سرحد د اطلاعاتو وزیر افتخار حسین پرون وویل چی د پوځ د ایستلو په باب هیڅ کومه فیصله نه ده شوې.

XS
SM
MD
LG