د لاس رسي وړ اتصالات

ایران د شپږو قدرتونو پیشنهادي مهلت رد کړی


ایران دې ته اشاره کړې چی نه غواړی د خپل ذروي پروگرام په باب د نړۍ د سترو طاقتونو سره په روانو خبرو کی د هغوی له خوا وروستي مهلت قبول کړی.

امریکا ، برتانیې ، چین ، فرانسې ، جرمنی او روسیې ایران ته د شنبې تر ورځي پوری وخت ورکړی چی د امتیازاتو هغه پیشنهاد ومنی چی د هغه د یورانیمو د غني کیدو د چارو د ځنډولو په بدل کی ورته شوی دی او که یې ونه مانه نو نور بندیزونه به پر ولگول سی.

مگر د ایران د بهرنیو چارو وزیر منوچهر متکي نن دا خبره رد کړه چی داسی کوم مهلت دی ورته ټاکل سوی وی.

متکی د ایران رسمي خبري آژانس ته وویل چی ایران مخکي لا خپل نظر څرگند کړی دی او د هغه جواب ته منتظر دی.

لوبدیز هیوادونه په ایران باندی دا تور لگوي چی یورانیم ددې د پاره غنی کوی چی د هغو نه ذروي وسلې جوړی کړی . مگر ایران وایی چی ذروي پروگرام یې سوله ایز دی.

د ایران ستر مشر آیت الله علی خامنه یي پرون وویل چی دده هیواد به هغو غوښتنو ته تسلیم نه سی چی د هغه د یورانیمو د غني کیدو د چارو د بندولو په باره کی شوي دي.

له بلي خوا د پرمختیا په حال کی د ١١٨ غیر منسلکو هیوادونو تحریک د ایران ددغه جنجالي ذروي پروگرام په باب خپل ملاتړ څرگند کړی او ویلي یې دي چی ایران دا حق لری چی سوله ایزي ذروي انرژۍ ته انکشاف ورکړی.

XS
SM
MD
LG