د لاس رسي وړ اتصالات

د کراجیچ د محاکمې په هکله د خلکو نظرونه


په اروپا کې تر ټولو مهم فراري، د بوسنیا د سربانو پخوانی مشر ردوان کراجیچ تیره اونۍ په بلگراد کې ونیول شو او په دغه روانې اونۍ کې د محاکمې لپاره د هاگ نړیوالې محکمې ته وسپارل شو.

پر ردوان کراجیچ باندې دا تور لگیدلی چې د ١٩٩٢ نه تر ١٩٩٥ پورې د بوسنیا د جگړې په دوران کې یې قتل عام او د انسانیت ضد نور جرمونه کړي دي.

په هاگ کې د نړیوالې محکمې څارنوالانو د هغه نیول کیدل ستایلي او ویلي یې دي له دې لارې له دوهمې نړیوالې جگړې راوروسته، په اروپا کې د تر ټولو ناوړې عامه وژنې مرتکب د قانون منگولو ته سپارل شوی او دا هم ثابته شوې چې هیڅوک له قانون نه لوړ نه دی.

کراجیچ چې رواني ډاکتر او شاعر هم دی، په بلگراد کې په داسې حال کې ونیول شو چې ځان یې د یوه حکیم په جامه کې جوړ کړی و.

پر کراجیچ او د بوسنیا د سربانو پر یوه پوځ جنرال، رادکو میلادیچ باندی دا تورونه لگیدلي چې په ١٩٩٥ کال کې یې په سربرنیڅا کې ٨٠٠٠ مسلمانان قتل عام کړي او د درې نیمو کلونو لپاره یې د سرایوو ښار محاصره کړی و چې په ترڅ کې یې ١١ زره انسانان ووژل شول.

د سربي ورځپاڼې، پولیټیکا مسئوله مدیره، لیلیانا سمالویچ وايي، د کراجیچ د نیولو په اړه په سربیا کې داسې حیرانوونکی عکسلعمل وښودل چې هیڅ د منلو وړ نه و.

”هیچا باور نه کاوه چې کراجیچ دې د بگراد په منځ کې پټ وي او په یوه داسې سیمه کې دې د خلکو په منځ کې ژوند کوي چې شپه او ورځ پولیس پکې وي. او دا چې هغه په ډیرې هوښیارئ د ژوند کولو مختلفه لاره

د ځان لپاره غوره کړې وه. ډیر خلک دي چې د هغه ملاتړ او پیروي کوي. په تیره یوه لسیزه کې، د خلکو خوښیدل چې د جگړې اتل وي، خو اوس مذهبي او د عقیدې مشران په خلکو کې محبوبیت لري. ښاغلي کراجیچ د خپل ژوند په دغه نوي پړاو کې د خپلې روان پوهنې نه گټه اخیستې وه”.

خو میرمن سمالویچ وايي، د هاگ محکمې ته د کراجیچ په سپارل کیدو د سربیا ډیر خلک خوشحاله نه وو.

”د هاگ محکمه په سربیا کې ډیر کم اعتبار لري. په اصل کې د سربیا خلک له دغې محکمې ته په ښه سترگه نه گوري. شاید ډیر خلک هغه مجرم و نه بولي. خو زه په دې عقیده هم نه یم چې ډیر خلک به هغه ته د اتل په سترگه گوري”.

خو د اروپا په نورو برخو کې، خلکو د کراجیچ د نیول کیدو له آمله جشنونه جوړ کړل. په واشنگټن کې د جرمني د الگمانه سیټونگ د ورځپاڼې خبریال، متیس راب وايي:

”د کیسې بله برخه په سیاسي لحاظ مهمه ده، دا چې نوي حکومت له انتخاباتو وروسته د اروپايي اتحاد هغو غوښتنو ته غاړه کښیښوده چې وايي، دواړه تورن کسان، ردوان کراجیچ او رادکو میلادیچ باید ونیول شي او محکمې ته وسپارل شي.

همدارنگه دا خبره هم مهمه ده چې د اروپايي اتحاد له خوا د کاسووو په رسمیت پیژندل کیدو وروسته، دوی خپل هغه سفیران بیرته ولیږل چې هیواد ته یې راغوښتي وو. نو له دې نه څرگندیږي چې دوی غواړي له اروپايي اتحاد سره ارتباط ښه کړي”.

لیلیانه سمالویچ هم وايي، دا فکر کوي، د بلگراد نوي حکومت له دې خبرې طرفدار نه و چې کراجیچ دې په سربیا کې محاکمه شي او لکه څنگه چې میرمن سمالویچ وايي، کراجیچ حتی د سربیا تبعه هم نه دی.

”ځکه خو که هغه په هاگ کې نه وای محاکمه شوی نو بیا شاید د محاکمې لپاره سرایوو ته لیږل شوی وای”.

بل خوا، بوسنیايي ژورنالسته، جیلانا پیکنین وايي، له داسې یوه کس سره یې خبرې وکړې چې ویل یې د کراجیچ د محاکمې لپاره سرایوو تر ټولو غوره ځای دی.

”زه فکر کوم که دا کار شوی وای، نو هغه خلک به خوشحاله شوي وای چې عزیزان یې وژل شوي. شاید د هاگ محکمه له دې سطحې نه ډیره لوړه وي. د کراجیچ په بمباریو کې زما یو نږدې خپلوان وژل شوی. په سرایوو کې زما پلار ووژل شو. زه اطمنان لرم چې د هاگ محکمه به هغه په یوه مناسبه طریقه محاکمه کړي او هغه ته به مناسبه او په انصاف برابره سزا ورسیږي”.

په هاگ کې د پخوانۍ یوگسلاویا لپاره د ملگرو ملتونو د محکمې څارنوالان وايي، د ردوان کراجیچ محاکمه به اوږده او پیچلې وي.

XS
SM
MD
LG