د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: پاکستان باید په قبایلو کې جدي اقدامات وکړي


د امریکا دفاع وزارت وايي، د قبایلو په سرحدي سیمه کې یوازې د پاکستان د پوځ موجودیت له دې سره مرسته کوي چې افغانستان ته د جگړه مارانو د اوښتو مخنیوی وشي، خو امریکا د پاکستان له پوځ نه غواړي چې په دغه سیمه کې قوي عملیات وکړي.

د امریکا چارواکو په وار وار پر پاکستان غږ کړی چې د قبایلي سیمې د کنترولولو لپاره خپل کوښښ زیات کړي. داسې فکر کیږي چې القاعدې او نورو تروریستي ډلو په همدغو سیمو کې مرکزونه جوړ کړي او په همدغو مرکزونو کې پر افغانستان او پاکستان دواړو باندې د خپلو حملو پلانونه جوړوي.

د پاکستان نوي صدراعظم یوسف گیلاني د دوشنبې په ورځ په سپینې ماڼۍ کې له جمهور رئیس بوش سره وکتل. په دغه غونډه کې بوش د امکان تر حده پورې د افغان سرحد د کلک امنیت د ساتلو یادونه وکړه. صدراعظم گیلاني له جمهور رئیس بوش سره له لیدنې وروسته، د سه شنبې په ورځ د دفاع له وزیر رابرټ گیټس سره وکتل.

د پنټاگون د مطبوعاتي چارو مسئول، جیف مورل وویل، پاکستان په دې برخه کې کار پیل کړی دی خو امریکا غوښتنه لري چې دغه هڅه باید گړندئ شي.

”موږ ته دا خبره ثابته شوې چې په قبایلي سیمه کې د پاکستان د زیاتو عسکرو موجودیت د افغانستان په خوا کې له وضعې سره مرسته کړې ده. حتی که دغه عسکر په فعالو عملیاتو کې هم برخه ونلري،

د دوی تش موجودیت د فاټا په سیمه کې د افراطیانو گرځیدل او همدارنگه د له سرحد نه د افغانستان خوا ته د هغوی اوښتل کنترول کړي دي او دا کار موږ ته هیله رابخښي”.

فاټا د قبایلي سیمې هغه برخه ده چې فدرالي حکومت یې کنترول په لاس کې لري.

د پنټاگون د مطبوعاتي چارو مسئول د پاکستان د حکومت د هغو هڅو په باب هم خبرې وکړې چې غواړي د قبایلو له مشرانو سره خبرې وکړي او هغوی وهڅوي چې په خپلو سیمو کې د افراطیانو د فعالیت مخه ونیسي.

امریکايي چارواکو په دې برخه کې پر ځینو تړونونو انتقاد کړی دی او ویلي یې دي چې قبایلي مشرانو د حکومت نه امتیازات اخیستي خو په مقابل کې یې خپل مسئولیت ندی ادا کړی. د پنټاگون نطاق د سه شنبې په ورځ وویل چې خبرې اترې هغه وخت ارزښت لري چې بیا وروسته یې تړون عملي شي

”زه فکر نه کوم چې موږ دې ویلي وي چې دغه خبرې اترې بې فایدې دي. موږ له پاکستان نه غواړو چې دوامداره نظامي عملیات وکړي او له دې لارې هغه تړون تطبیق کړي چې دوی ورباندې خبرې کوي.

خو په پای کې، لکه څنگه چې ما وویل، خبرې خو ښې پر مخ ځي خو نتیجه یې باید موږ ووینو او د همدې لپاره موږ له دوی سره گډ کار ته ادامه ورکوو”.

جیف مورل وویل، په سرحدي سیمه کې د پاکستان د پوځ په عملیاتو کې یو څه زیاتوالی راغلی خو زیاته یې کړه چې دا زیاتوالی په هغه اندازه نه دی چې افغانستان ته د بهرنیو جگړه مارانو مخه پرې ونیول شي.

XS
SM
MD
LG