د لاس رسي وړ اتصالات

خیریه مؤسسې: افغانستان ډیر ورته خطرناکه شوی دی


یو سازمان چی په افغانستان کی د مرستو سل نمایندگۍ لری وایی چی په هغه ملک کي د یاغیانو حملې او تشدد د ٢٠٠١ کال را پدې خوا ترټولو لوړي سطحي ته رسیدلی دی.

د افغانستان د پاره د مرستو رسولو د پیوستون په نامه خیریه موسسې ـ اکبر نن د جمعې په ورځ یو رپوټ خپور کړ او په هغه کی یې ویلی دي چی په روانو جگړو کی سږ کال تر اوسه پوری ٢٥٠٠ کسه وژل شوي دي چی په هغوی کی یو زر تنه ملکیان وو.

په دې رپوټ کی ویل شوي دي چی یواځي د جولای په میاشت کی ٢٦٠ تنه وژل شوي دي چی دا په تیرو شپږو کالو کی په یوه میاشت کی ډیر زیات مړي دي چی کیږی.

چارواکي وایی چی یاغیانو په خپلو حملو کی په درو کی دوې برخي ملکي خلک وژلي دي . هغوی دغه راز خبر داری ورکړی چی یاغي طالبانو د افغانستان په جنوب او ختیځ کی د ترور او دهشت نه ډکه مبارزه پیل کړې ده .

د مرستو رسولو په کارکونکو باندی هم تل مدام حملې کیږی چی په همدې کال کی تر اوسه پوری ١٩ تنه وژل شوي دي چی پروسږ کال په ټول کال کی دومره نه وو وژل شوي.

د مرستو رسولو دغه مؤسسه وایی چی د غو مخ په زیاتیدونکو نا آرامیو او د یاغیانو حملو دوی ته دا ډیره سخته کړې ده چی هغو افغانانو ته مرستي ورسوی چی هم وچکالي پر راغلې او هم د خوراکي موادو نرخونه ډیر جگ شوي دي.

په رپوټ کی د ملکي خلکو په وژلو کی د نړۍ والو مرستندیو قواو د هوایی حملو یادونه هم شوې ده او ویل شوي دي چی دا حملې تر پخوا ۴٠ فیصده زیاتي شوي دي.

XS
SM
MD
LG