د لاس رسي وړ اتصالات

ایران ته ورکړل شوی مهلت نن ختمیږي


ایران ته هغه ورکړل شوی مهلت نه ختمیږي چې د یورانیمو دغني کولو د پروگرام د بندولو په بدل کې د نړیوالې ټولنې لخوا د امتیازاتو د منلو پیشنهاد ومني او یا به نور بندیزونه ورباندې ولگول شي.

متحده ایالاتو، برتانیې، چین، فرانسې، جرمني او روسیې د جولای په ١٩مه اعلان وکړ چې ایران دغه پیشنهاد ته د ځواب ویلو لپاره دوه اونۍ مهلت لري چې نن پای ته رسیږي.

تر اوسه دا نده معلومه چې امریکا او اروپا به پر دغه مهلت څومره ټینگار وکړي.

ایران تیره هفته وویل، هیڅ مشخص مهلت ندی ټاکل شوی.

د ایران حکومتي تلویزیون د جمعې په ورځ رپوټ خپور کړ چې د جمهور رئیس محمود احمدي نژاد د هغه په خبره د هغو دښمنانو په خلاف د قوې د استعمال غږ کړی چې غواړي د ایران جنجالي اتومي پروگرام بند کړي.

د اسرائیلو معاون صدراعظم، شاول مفاذ د جمعې په ورځ دلته په واشنگټن کې وویل چې لویدیځ هیوادونو باید پر ایران فشار واچوي چې د ټاکل شوي مهلت سره هم عمل وکړي.

XS
SM
MD
LG