د لاس رسي وړ اتصالات

سارک: د ترورزم  په ضد گډه مبارزه کوو


د جنوبی آسیا هیوادونو د شنبې په ورځ پخپلې مقدماتې غونډه کې په عام ډول وویل چې له ترورزم په ضد به په گډه کار کوی.

د جنوبی آسیا د هیوادونو غونډه چې دسارک په نامه یایدیږی یوه ورځ وروسته له هغه پرانستل شوه چې پاکستان دا خبره رد کړه چې په کابل کې د هند په سفارت باندې په حمله کې د پاکستان د استخباراتولاس وه.

امریکاېې مطبوعاتو د جمعې په ورځ وویل چې الکترونیکی مخابرو نه معلومه شوې چې په دغې بم الوزولو کې د پاکستان لا س وه.

سیمه ایزو مشرانو ته په خبرو کې د پاکستان ستر وزیر یوسف رضا گیلانی بې له دې چې په دې باره کې زیات وغږیږی دجولای اوومه چاودنه و غندله. گیلانی وویل:

‏«‎زه په کابل کې د هند په سفارت باندې حمله غندم . سره له هغه چې پاکستان په سیمه کې په ترورستی حملو باندې تورن دی. ‏»‎

د پاکستان دغه مشر زیاته کړه چې سیمه ایز مشران په گډه مسئولیت لری چې په جنوبی آسیا کې د ترورزم سره مبارزه وکړی.

افغانستان او هند دواړو پاکستان ملامتوی په دغه پېښه کې چې ٦٠ افغانان او دوه هندی دپلوماتان ووژل شول د پاکستان لاس وه.

خپله په هند کې هم دبمونو زیاتې پېښې شوی دي. هندی مقاماتو ویلی چې داسې گمان کیږی چې دا پېښې د هغوترورستانو له خوا شوی چې نه ېی په پاکستان یا بنگله دیش دی.

دهندستر وزیر مام موهن سنگ پخپله افتتحایه وینا کې وویل چې د افغانستان په مرکز کې پېښې وښودهچې ترورزم یو ښکاره وحشت دی.

سنگ وویل: ‏«‎دا یواځنی لوی گواښ دی چې زمونږ استقرار او پرمخنگ ورسره مخامخ دی.‏»‎

په غونډه کې دافغانستان جمهور رئیس کرزی وویل تر څو چې ترورزم محوه شوی نه وی په سیمه کې سیمه ایزیوالی امکان نه لری.

ده وویل چې باید ټول په گډه په دغه باره کې په داسې سیمه کې کار وکړو چی یو شمیرهیوادونو د خپلو گټو له پاره د افراطیانو ملاتړ کړی دی.

کرزی ویلی : «‎ اوس باید ټول پوه شی چې د کمو سیاسی گټو له پاره د افراطیانو ملاتړ د یوې پالیسی په توگه په اوږده وخت کې بریالی کیدلی نه شی.‏»‎

د سریلانکا په مرکز کې په غونډه کې به د هند او پاکستان مشران په ځانگړی توگه سره گوری. دهند او پاکستان دمشرانو تر منځ به په کشمیر کې د اور بند نه د پاکستان د تیریو په باره کې به هم دواړه مشران خبرې کوی.

ټاکل شوی چې د سارک هیوادونه به د ترورزم په باره کې د گډی همکاری په باب یوه موافقه لاس لیک کړي. تر اوسه ښکاره نه ده چې په دغه باره کې به څه وخت عملی کار پیل شی.

دغه دیروشت کلن سازمان زیاتې موافقې کړې خو کمې ېی عملی کړې دي.

XS
SM
MD
LG