د لاس رسي وړ اتصالات

بغداد: دولس تنه ووژل شول او څوارلس تنه نور ټپي شول


عراقي پولیس او روغتیایی چارواکي وایی د یکشنبې په ورځ د بغداد د شمالی برخې په اعظمیه ښار کی هغه لاری چی بمونه پکی ځای په ځای شوی و د موټرونو په گڼه گوڼه کی وچاودیده چې په نتیجه کی یی دولس تنه ووژل شول او څوارلس تنه نور ټپي شول.

ټپي کسان د ال کوندي روغتون ته چې د بغداد په مرکزي برخه کی موقعیت لری یوړل شول.

د پولیسو یو صاحب منصب وویل دا کوچنې لاری د پاسپورت د دفتر نه دوه سوه متره لری درول شوی وه چی چاودنه وشوه.

په ټپي شویو کی درې تنه پولیسان هم شامل دي او چارواکو د مړو شمیر د اعلامیی په ترڅ کې تایید کړ.

XS
SM
MD
LG