د لاس رسي وړ اتصالات

هلمند: اولس تندلاري ووژل شول


افغان مامورین وایی ناتو اوافغان عسکرو د افغانستان په جنوب کی د گډو عملیاتو په ترڅ کی اولس تندلاري وژلی دی.

نن ددفاع وزارت وویل دا نښته د یکشنبې په ورځ په هلمند کی وشوه.

افغان مامورین په غزنی کی د بلی پیښی په نتیجه کی څلور پولیس هغه وخت ووژل شول چی په هغه ولایت کی یی د پولیسو پر یو ستیشن باندی حمله وکړه.

بل پلو، د خیریه چارو هغه دوه فرانسوي کارکونکی چی تیره میاشت په افغانستان کی یرغمل نیول شوی و پرون وروسته له هغه کابل ته ورسیدل چې مامورینو د هغوی د خوشی کولو دپاره خپلی خبرې اتری سر ته ورسولې.

د لوگې په ضد داقدام په نوم په پاریس کی دیره د مرستی رسونکې اداری دغه دوه تنه کارکونکي چی نومونه یی تر اوسه ندی څرگند د جولای په اتلسمه د ټوپک په زور د دای کوندی نه یرغمل ونیول شول.

د لوگې په ضد د اقدام اداری د یوی اعلامیی په خپرولو وویل یرغمل نیونکي په دای کوندی کی د هغوی کور ته د ننوتلو نه مخکې محافظین په رسیو وتړل او بیا یی دوی په موټر کی د اچولو نه وروسته وتښتول.

او د یو بل خبر په اساس، قبېلوى مشران او دسېمى اوسېدونکى دهغو څلورو تنو ملکېانو په قتل اعتراض کوى چې خارجى قواو په غزنى کې وژلى وو.

دغى ډلى دهغو څلورو تنو مړى نن ددوشنبى په ورځ له ځان سره د غزنى ولاېت د والى دفتر ته انتقال کړل. مظاهره چېانو ووېل چې دا څلور واړه په هغه چپاو کې ووژل شول چې د شپې له خوانه د واغز په سېمه کې خارجې قواو کړى و.

د غزنى دوالى نطاق اسمعېل جهانگېر د امرېکا غږ راډېو دافغانستان پروگرام ته ووېل چې ددغومړو د قتل تحقېقات به وشى.

XS
SM
MD
LG