د لاس رسي وړ اتصالات

مشکوکو ترهگرانو نن په زنجېانگ کې لږ تر لږه شپاړس پولېسان ېې ووژل


د چېن سرکارى خپرونې واېې مشکوکو ترهگرانو نن په زنجېانگ کې پرپولېسو حمله وکړه او لږ تر لږه شپاړس پولېسان ېې ووژل.

رپوټ وايي داحمله د چېن په شمال لوېدېځه برخه کې چې مسلمانان پکى اکثرېت لرى، په داسى وخت کې کېږى چې ېو څو ورځى وروسته به پېکنگ کې د اولمپېک لوبى پېل شى.

د زېنهوا سرکارى اژانس دوه برېد کوونکېو د تنظېفاتو ېوه لارى د پولېسو پر پوسته وروستله او ددى سره ېې دوه شلخى بمونه دفتر ته ور واچول. مخکى له دېنه چې ونېول شى ېوپولېس ېې په چړ وواهه.

رپوټ وايى چې دغه حمله دهغې دسېسى او پلان برخه ده چې د ختېځ ترکستان داسلامى تحرېک سره تړل شوېده. رپوټ وايى چې دغه ډله غواړى د زېنجېانگ لپاره ازاداى واخلى.

زېنهوا وايى چې ددغى ډلى پلان دادى چې داولمپک نه مخکى برېدونه وکړى. رپوټ وايى چې د اوى غور خلک چې اصلا ترکى نژاده مسلمانان دى له ډېر پخوا راهېسى د چېن د حکومت خلاف په کمه اندازه بغاوت پېل کړېدى.

د بشرى حقوقو ډلى او داوېغور خلک چې په غرب کې دى هغوى وايى چې د چېن چارواکى اکثره وخت ترهگرى ددې لپاره استعمالوى چې د مسلمانانود اقلېت د اذېت او ځورولو لپاره ترېنه د ېو پلمى په توگه کار واخلى.

XS
SM
MD
LG