د لاس رسي وړ اتصالات

اېران: د شپږ مهمو او قدرتمنو هېوادونو د استاځېو سره خبری


توقع ده چې نن داېران د اټومى چارو مرکچى سعېد جلېلى، د شپږ مهمو او قدرتمنو هېوادونو داستاځېو سره داېران دا ټومى جنجال په سر خبرى وکړى.

داېران چارواکېو نن اعلان وکړ چې جېلى به ډېر په ټېلېفون باندى د اروپاېې اِتحآد د خارجى پالېسى له رئېس هاوېر سولانه سره خبرى وکړى.

دملگرو ملتونو د امنېت شورى پنځو داېمى غړېو برتانېې ، چېن، فرانسى، روسېې، او امرېکا د جرمنى په شمول د اېران حکومت ته په غېر رسمى ډول داگست دوېمه نېټه د وروستى نېټى په توگه ټاکلى وه د هڅوونکېو امتېازاتو مجموعه قبوله کړى او ددې په بدل کې د خپل اټومى پروگرام فعالېتونه په ټپه ودروى.

خو اېران تراوسه پورې ، په دې برخه کې دوروستى مهلت په تېرېدو سره کوم مشخص ځواب ندى ورکړى.

د اېران جمهوررئېس محمود احمدى نژاد په اصل کې هغه خبرى وکړى چې پخواېې هم کړى وى چې تهران خبرو ته چمتو دى خو دېته چمتو ندى چې دېورانېمو له غنى کونگ نه لاس واخلى.

XS
SM
MD
LG