د لاس رسي وړ اتصالات

سیلابونو په پاکستان کې ١٥ تنه ووژل


د پاکستان چارواکي وايي، سختو بارانونو او سیلابونو په هغه ملک کې ١٥ تنه وژلي دي.

چارواکو وویل، د خیبر په دره کې لږ تر لږه اووه تنه هغه وخت له خاورو خځلو لاندې شول چې کورونه یې ونړیدل.

تقریبا درې تنه پیښور ته په نږدې بله سیمه کې وژل شوي دي.

د ملک په نورو سیمو کې هم سیلابونو خلکو ته د سر او مال زیانونه اړولي دي.

د دوبي موسمي بارانونه هر کال د پاکستان په اکثرو سیمو کې د تباهۍ باعث کیږي.

تیر کال د هغه ملک په جنوب لویدیځ کې د سختو بارانونو له آمله لږ تر لږه ۴٠٠ تنه ووژل شول او له څلورو زرو نه زیات خلک بې سرپناه شول.

XS
SM
MD
LG