د لاس رسي وړ اتصالات

بش نن د اسیا په لور خپل سفر پیلوي


نن د امریکا جمهور رئیس جورج بش د واشنگتن نه د اسیا په لور خپل سفر پیلوي. هلته به دې په بیجنگ کی د المپیک د نړیوالو لوبو د پرانستې په مراسمو کی برخه واخلي.

جمهور رئیس او میرمن یی لوره بش به اسیا ته د تگ نه مخکې لومړی د امریکا د الاسکا په ایالت کی تم شي او هلته به امریکایی عسکرو ته د وینا د وړاندی کولونه وروسته د جنوبي کوریا په لور وخوځیږي.

او د یو بل خبر په اساس، له یوی نوی نظر پوښتنې څرگندیږي چی په امریکا کی د ټيټ عاید کارکونکي یو د دوه پر وړاندې، د جمهوری غوښتونکي، کاندید جان مککین پر ځای، د برک اوباما د بریا پلوي دي.

پداسې حال کې چې په امریکا کې اکثر تور پوستان د برک اوباما ملاتړ کوي، هغه د سپین پوستو کارکونکو تر منځ هم لس فیصده تر جان مکیین مخی ته دی.

XS
SM
MD
LG