د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل په لوېدېزه خوا کې د مهاجرو د کمپ شېمر مخ په زېاتېدو دى


د نېوېارک ټاېمز ورځپاڼه لېکى چې دافغانستان په پاېتخت کابل کې دهغو افغان مهاجرېنو شمېر زېاتېږى چې له جنوبى ولاېتونو دکورنېو جگړو په سبب بې کوره شوېدى.

په داسى حال کې په افغانستان کې جگړې په کومه اندازه زور اخلى په هماغه اندازه ددغه هېواد په پاېتخت کې دمهاجرو شمېر په کمپ کې زېاتېږى.

د نېوېارک ټاېمز ورځپاڼه لېکى چې د کابل لوېدېزې خواته په ېوه شاړه زمکه او سپېره مېدانى کې د مهاجرو ېو کمپ جوړ شوېدى او د بې کوره خلکو شمېر پکى د بمبارېو له امله ورځ په ورځ زېاتېږى. بې کوره شوې خلک جو په جو په ورته راروان دى.

ورځپاڼه لېکى چې ددغه کمپ د اوسېدونکېو د شمېر زېاتوالى دا څرگندوى چې په افغانستان کې د ناټو، امرېکا ېې قواو او طالبانو ترمنځ شخړه د افغانستان په جنوبى ولاېتونو کې زېاتېږى. له بل پلوه اولسى خلک داسى فکر کوى چې داشخړه به ډېره ژر پاېته ونه رسېږى.

د نېوېارک ټاېمز ورځپاڼه لېکى هغه کورنۍ چې له خپلو کورونو نه دهېلمند په ولاېت کې ېوېادوه کاله مخکى وتلى وې او د لنډ وخت لپاره ېې د لشکرگاه او کندهار د مرکزى ښارونو شاو خواته پناه وړې وه هغوى واېې چې اوس کابل ته راغلى دى ځکه چې هلته نوره بد امنى مخ په زېاتېدو ده.

د نېوېارک ټاېمز ورځپاڼه د کابل د کمپ دېوه اوسېدونکى له قوله چې پلار، تره او د کورنى ېوه ښځېنه غړې ېې په جگړو کې وژل شوېدى لېکى چې هغه واېې

که چېرې په دغو ولاېتو نو کې امن واى نو دوى به ولى دلته راتلل. د هغوى کور او خپلوان تېر کال په بمبارى کې ووژل شول. ورځپاڼه لېکى عبدالله خان وايى چې دوى به دلته حتى تر لسو کلونو هم پاتى شى، چې بمبارۍ خلاصى شى.

ورځپاڼه لېکى چې د مهاجرو په دغه نوى بهېرکې ېوازې ېو شپېته کورنى دهېلمند ولاېت د کجکى له اولسوالى نه چې د هلمند په شمال کې پرته ده راغلى دى.

دغه خلک د جولاى په اخرو شپو ورځو کې د کابل کمپ ته رارسېدلى دى. ددغو کورنېو ېوه نماېنده خېرمحمد چې اوه وېشت کلن ځوان دى ووېل په دې نېژدې وختونو کې چې د طالبانو په سوونو بندېان له زندان نه وتښېتدل، دا نو په دغه سېمه کې د امنېت د خرابېدو ېوه تازه نښه وه.

ورځپآڼه لېکى چې هغه ووېل ته پوهېږې چې طالبان راغلل او دکندهار په زندان ور ننوتل. په داسى حال کې نو ته فکر کوى چې هلته امنېت موجود دى.

دنېوېارک ټاېمز ورځپآِڼه لېکى چې د ملگرو ملتونو د مهاجرو ادارې په دغه کمپ کې چې شمېر ېې تقرېبا درو زرو کسانو ته رسېږى دهېلمند له ولاېت نه ۴٥٠ کورنۍ ثبت کړېدى. خو دا د مهاجرو د ستونزو ېوه برخه څرگندوى.

د کندهار، هېلمند او شاوخوا ولاېتونو کې تقرېبا د لس زرو اوپنځلس زرو په شاو خواکې خلک د روان بغاوت له امله بې کوره شوېدى. دغه شمېر کله کمېږى او کله زېاتېږى ځکه ېو شمېر خلک هغه وخت بېرته خپلو کورو ته راستېږى چې جگړې نورو سېمو ته ولاړى شى.

د سره صېلېب نړېواله کومېټه خبردارى ورکوى چې هغه بې کوره شوې خلک چې ښاروته رسېدلى دى هغوى ددغى سترې ستونزې ېوه برخه څرگندوى ځکه چې ډېر نورکسان د تشدد او مرگ ژوبلى له امله په لېرې پرتو سېمو کې بندپاتې دى او هېڅ مرسته نه وررسېږي.

د نېوېارک ټاېمز ورځپاڼه لېکى چې ډېرې داسى کورنى او کسان چې کابل ته رارسېدلىدى ېا دهغوى نېژدى خواخوږى په جگړو کې وژل شوېدى او ېا په خپله زخمېان شوېدى. هغوى واېې چې اېنده ته خوشبېنى نلرى.

د نېوېارک ټاېمز ورځپاڼه لېکى دکمپ ېو اوسېدونکىچې کر کېله ېې کوله او خپل کلى او زمکه ېې وروسته له هغه نه پرېښودل چې پلار ، ورور، او تره ېې په ېوه بمبارى کې دوه کاله مخکى ووژل شول، واېې طالبان ورځ په ورځ قوى کېږى.

دغه کلېوال مهاجر وايي چې دغونډۍ په سر باندى زغره ورې نقلېه وسېلى وې او ډزې ېې کولى. ډېره سخته بمبارى روانه وه. دې واېې چې الوتکېو په بې گناه او گناه کار کې فرق نه کاوه. هغه هم دنورو مهاجرېنو او بې کوره خلکو په څېر شکاېت کاوه چې کلېوال د طآلبانو د جنگېالېو او ناټو دقواو ترمنځ اېساردى.

طالبان کلى د ېو سپر په توگه د ناټو دقواوپه په مقابل کې استعمالوى.

هغه ووېل چې دناټو او امرېکا قواوې اکثره وخت له هواېې قوې نه مرسته غواړى او هغوى هغه کلې بمبارى کوى چې ملکېان پکى اوسېږى.

نېوېارک ټاېمز لېکى دغه سړى وايى چې دوى ددې لپاره خپل کورونه پرېښودل چې له طالبانو او ېاله حکومت سره ېې مقاومت نشواى کولى. هروخت به چې طآلبانو زموږ له کور او کلى نه ډزې وکړى وروسته به بېا حکومت او پولېس راغلل او موږ به ېې وهلو.

نېوېارک ټاېمز په پاې کې لېکى چې ېوه کلېوال ووېل که خارجى قواوې دلته راځى چې بېگناه خلک ووژنى او ېاېې زخمى کړى نو موږ ېې نه غواړو. خو که چېرې هغوى دلته بېارغونه کوى او سوله راولى نوموږ به ېې قبول کړو.

XS
SM
MD
LG