د لاس رسي وړ اتصالات

ولى دا توقع نشى کېدلى چې پاکستان د اسلام پالو افراطېانو خلاف اقدامات وکړي؟


د واشنگټن پوسټ ورځپاڼه لېکى چې د امرېکا چارواکى فکر کوى چې د افغانستان په پاېتخت کابل کې دهند پر سفارت باندى د موټر په چاودنه کې ښاېې د پاکستان د استخباراتو غړېو مرسته کړى وى.

د مک کلاچى اخبار لېکى چې ولى دا توقع نشى کېدلى چې پاکستان داسلام پالو افراطېانو خلاف اقدامات وکړي؟

واشنگټن پوسټ لېکى چې د امرېکا د استخباراتو چارواکېو دا نتېجه اخېستى ده چې د پاکستان نظامى استخباراتو هغو سر تېرو ته چې تېره مېاشت ېې په کابل کې د هند پرسفارت د موټر بم خونړى حمله وکړه مهمات او تجهېزات برابر کړى ول.

ورځپآڼه لېکى چې دامرېکا داستخباراتو ېو مامور چې له دغه معلومات سره اشنا دى داخبرى ېې د جولاى په اخره نېټه وکړى.

واشنگټن پوسټ ددوه امرېکاېې چارواکېو له قوله چې د استخباراتو ددغه رپوټ په باب لنډ معلومات ورکړل شوى ول لېکى چې د استخباراتو په دغه معلومات کې هغه خبرى شاملى دى چې ثبت شوېدى.

دغى مسلى د امرېکا اندېښنى بېخى زېاتى کړېدى ځکه چې طآلبان اوله هغوى سره انډېوالى ډلى د پاکستان له نظامى استخباراتو سره ډېرې پخوانى اړېکى لرى.

واشنگټن پوست لېکى چې د جولاى په اومه نېټه په کابل کې د هند په سفارت باندى د موټر بم حمله او په سېمه کې ډېرې نورې ځان وژونکى حملى د جلال الدېن حقانى په ډلى پورې تړل شوېدى.

ددغو حملو له جملى نه په ېوه حمله کې تقرېبا ۴٠ تنه افغانان ووژل شول. دا په ملکى خلکو باندى ډېره سخته حمله گڼل کېږى.

واشنگټن پوسټ لېکى چې ددې خبرى د شواهدو د راپېداکېدلو کار ادامه لرى چې د طالبانو او جلال الدېن حقانى ډلو دهند پر سفارت باندى په بم چونه کې او همدارنگه پر ښاغلى کرزى باندى په حمله کې لاس درلود.

واشنگټن پوست د امرېکا د ېو عالېرتبه چارواکى له قوله لېکى چې ډېر مهم اسناد دا څرگندوى چې دپاکستان دا ستخباراتو غړېو هغو کسانو ته مادى ملاتړ برابر کړى و چې پرسفارت باندى ېې د بم حمله وکړه. خو هغه په دې برخه کې نور تفصېلات ورنکړل.

واشنگټن پوست لېکى د پاکستان چارواکى واېې چې ددې هېڅ شواهد نشته چې د پاکستان نظآمى استخبارات دى په دې کى لاس ولرى. د پاکستان د خارجه وزارت نطاق محمد صدېق ووېل چې دا ادعاگانى بالکل غلطى دى.

د پاکستان د حکومت نطآقى شېرې رحمان ووېل چې ددې خبرى هېڅ ثبوت نشته دى چې دپاکستان نظامى استخباراتو د ى داکار کړى وى. خو هغى داخبر ه ومنله چې کېدلى شى چې ځېنى غړى دخپلى رسمى پالېسى خلاف کار کوى.

د امرېکا د مرکزى استخباراتو ېا سى اى اې چارواکېو تېره مېاشت دپاکستان له نوى حکومت سره په کابل کې دهند په سفارت کې دپاکستان د نظامى استخباراتو داحتمالى لاس لرلو په برخه کې بحث وکړ. ددې هېئت په خبرو باندى د نېوېارک ټاېمز ورځپاڼى هم رپوټ لېکلى و.

واشنگټن پوست لېکى چې د پاکستان صدر اعظم گېلانى له ښاغلى بش نه دا وعده واخېستله چې دپاکستان استقلال او خود ارادېت ته به احترام لرى. هغه ددې په مقابل کې وعده وکړه چې دافرآطېانو خلاف به جدى اقدامات کوى. گېلانى په خپلوو خبرو کې ووېل چې دا زموږ جگړه ده. اوداجگړه د پاکستان پر خلاف ده.


XS
SM
MD
LG