د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی: هند او افغانستان د بې عاطفې قاتلینو د دښمنی سره مخامخ دي


د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي د هند د صدر ا‏عظم، منموهن سنگ، سره د سیمی په امنیت او د بهرنیو ترهگرو د مخنیوي په لارو چارو خبرې وکړې.

د افغانستان او هند مشرانو په گډه د ترهگری د ناسور پر خلاف د جگړې د پیلولو ژمنه وکړه خو دواړو مشرانو د هغه هیواد د نوم د اخیستلو نه ډډه وکړه چې د د دوی په فکر د دواړو هیوادونو لپاره یې سرخوږی جوړ کړی دی.

د افغانستان د جمهور رئیس حامد کرزي د هند د صدر اعظم منموهن سنگ سره تر لیدلو وروسته په یو گډ خبري کنفرانس کې د هند او افغانستان ترمنځ ترهگری په خلاف د گډې مبارزې په اړه وویل: " هند او افغانستان د ترورزم سره مخامخ دي، دواړه هیوادونو د ظالمو او بې عاطفې قاتلینو د دښمنی سره مخامخ دي. مونږ ددې اړتیا وینو چې دواړه هیوادونه او نوره نړی هم د ترورزم د ناسور د منځه وړلو لپاره د گډې مبارزې نه پرته بله چاره نلری."

د هند صدر اعظم منموهن سنگ په کابل کې د هند په سفارت باندې برید د افغانستان او هند په دوستي برید وبللو او زیاته یې کړه: "د جولای په اوومه په کابل کې زمونږ په سفارت باندې خواشینوونکی برید ښیی چې ترورزم سرحدونه نه پیژنې او هیڅ زغم نلري. دا د افغانستان او هند په دوستی برید وو. مونږ پریکړه کړې چې ترورزم به پرینږدو چې زمونږ په منځ کې راشي. مونږ به په گډه او کلک عزم سره مقابله کوو."

جمهور رئیس کرزی په داسي حال کې هند ته سفر کړی چې تیره میاشت په کابل کې د هند په سفارت باندي د برید پړه د پاکستان په استخباراتي ادارې ای اس ای اچول کیږي. په دې برید کې اته پنځوس کسان وژل شوي وو.

هند ته تر تگ وړاندې د یکشنبې په ورځ جمهور رئیس حامد کرزي په سریلانکا کې د سارک د غونډې په څنگ کې د پاکستان د صدر اعظم یوسف رضا گیلاني سره ولیدل.

گیلاني وویل که جمهور رئیس کرزی د هند په سفارت باندې په برید کې د پاکستان د لاس درلودل په ثبوت ورسوي، هغه وخت به دی د خپلواکې څیړونکې ډلې د گمارلو امر ورکړې.

بلخوا، د رپوټونه نه داسي ښکاري چې په دې اړه امریکا هم د هند او افغانستان نظر تائیدوي. هندي چارواکې وایي په کابل کې بمي برید د هند او پاکستان اړیکې دومره سړې کړې چې ٢٠٠۴ کې د سولې د بهیر د پیلیدو نه داسي نه وې سړې شوي.

د هند او افغانستان دواړو امنیتي ځواکونو د هغو اسلامي سخت دریځو سره په جگړه بوخت دي چې د پاکستان نه فعالیت کوي. پاکستان د هند او افغانستان ترمنځ پروت دی.

د پاکستان حکومتي چارواکې په دواړو هیوادونو کې د لاس وهلو تورونه ردوي.

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنی نه وروسته په تیرو اوو کلونو کې هند د افغانستان سره او سوه پنځوس میلیونه ډالره مرسته کړې ده.

د هند د همدې مرستو نه جمهور رئیس حامد کرزي داسي مننه وکړه.

کرزی: "زه هند ته په راتگ خوشاله یم. هند د افغالنستان سره پخوانی، غښتلې او دوستانه اړیکي لري. هند په تیرو شپږو کلونو کې د افغانستان سره په خلوص او مهربانی مرستې کړې دي. هند خوشبختانه د خپل تیر تاریخ او کلتور په څیر یو ځل بیا په نړی کې د مهم مقام په لور خوځیدلی دی. "

په همد ې ترڅ کې منموهن سنگ د افغانستان سره د نورو۴٥٠ میلیونو ډالره مرستې اعلان هم وکړ. په هند کې د افغانستان د جمهور رئیس حامد کرزي هرکلی صدراعظم منموهن سنگ او جمهور رئیسې پراتیبا پتیل وکړ.

XS
SM
MD
LG