د لاس رسي وړ اتصالات

بوش آسیا ته د یوې هفتی په سفر روان شویدی


د سپینی ماڼې ماموران وائې، په سیول کې به دجمهوررئیس په خبرو کې اقتصادی او نظامی موضوعات راپورته شی. مگر زیاتی خبری به دشمالی کوریا او دهغو کوښښونو په باره کې وی چې د پیونگ ینگ داتمی پروگرام په باب کیږی.

ښاغلی بوش د اپریل په میاشت کې د جنوبی کوریا د جمهور رئیس ‏(‎ لی یونگ باک ‏)‎ سره لیدلی و اوله هغه وخت نه راپدی خوا شمالی کوریا دپلوټونیم پوری مربوطوفعالتیونو په باره کې اعلان وکړ چې له ډیر وخت نه راپدی خوائې انتظارکیده.

شمالی کوریا په یونگ بیون کې پخپله اتمی بټۍ کې د سړولو برج تباه کړ.

مگر ښاغلې بوش دا خبره څرگنده کړه چې دا ددغو اقداماتو مازی پیل دی: "موږ دغنی یورانیمو، دوسلو دخپرولو، دبشری حقوقو نه دسرغړونو او بالیستک توغندیو دپروگرامونو په باره کې اندیښنه لرو .زه دغه جریان ته دڅو اړخیزه جریان په سترگه گورم چې دهرعمل لپاره به عمل وی."

ښاغلې بوش له سیول نه تائلنډ ته ځی او هلته به دبرما دحالاتو په باره کې خبری وکړی.

په داسی حال کې چې مامورانو دهغه دسفر په باره کې دلیلونه راوړل چې دامریکا او تائلینډ ددوستی د١٧٥ می کلیزی دلمانځلو په مراسموکې برخه اخلی. جمهور رئیس به دبرما د ناراضیانو سره وگوری او دهغو کوښښونو په باره کې معلومات لاس ته راوړی چې د نرگس په نامه طوفان نه وروسته شویدی.

احتمال لری چې مگر د طبوعاتو زیاته توجه به دجمهوررئیس میرمن لورا بوش ته وی . میرمن بوش به د تائلینډ برماسرحدته ولاړه شی چې هلته به دمهاجرو مرکزاویو کلینک ووینی.

دوی دواړه به داولمپیک د لوبو د مراسمو د پیل کیدلوپه وخت کې په پیکینگ کې وی.

کله چې ښاغلې بوش دجمعی په ماښام په اصلی سټیډیو کې قدم ووهی نودی به په تاریخ کې د امریکا لومړی جمهور رئیس وی چې دامریکا نه بهر داولمپیک دلوبو لیدوته ورځی.

ښاغلی بوش: "زه اولمپیک ته پدی نظر گورم چې دا به ماته یو فرصت وی چې خپل لوبغاړی وستایم او خوشحالی ورته ورکړم."

مگر د آسیا د چارو ماهران وائې، که جمهوررئیس فکرکوی چې دی پیکینگ ته ددی لپاره ځی چې دسپورت سره ډیره علاقه لری نو دی اشتباه کوی.

جمهور رئیس ویلی دی چې دی به په چین کې دبشری حقوقو په څیرموضوعات راپورته کړی نه یوازی داولمپیک لوبی. ښاغلې بوش تیره هفته په سپینه ماڼې کې یوه ډله دهغو چینیانو سره لیدلی وو چې دډیموکراسۍ طرفداردی او غواړی چې په پیکینگ کې کلیسا ته ولاړشی چې دزیاتی مذهبی آزادی لپاره غوښتنه تقویه کړی.

XS
SM
MD
LG