د لاس رسي وړ اتصالات

د ښځو فوټبال د المپیک له پرانیستنې مخکې پیلیږي


په چین کې د المپیک لوبو ته درې ورځې پاتې دي. دغه لوبې د جمعې په ورځ پیلیږي. خو د ښځو د فوټبال مسابقې به سبا د چهارشنبې په ورځ پیل شي.

د ١٢ ملکونو په گډون د ښځو د فوټبال دغه مسابقې ډیر وخت غواړي ځکه خو د المپیک د لوبو له پرانیستنې دوه ورځې مخکې پیلیږي. دغه لوبې د کیانگډو، شینیانگ او تیانجین په ښارونو کې کیږي.

داسې تمه کیږي چې د فوټبال په دغو لوبو کې به هغه څلور ټیمونه ښه وځلیږي چې تیر کال د چین په نړیوالو اتلولیو کې یې لوړ مقامونه گټلي وو.

د تیر کال د ښځو د فوټبال په اتلولیو کې د جرمني ټیم برازیل ته ماتې ورکړې وه او د لوبو لومړی مقام یې گټلی و. ټاکل شوې ده چې دغه دواړه ټیمونه به اوس د المپیک په لوبو کې سره مخامخ کیږي. امریکا به ناروې په خلاف لوبه کوي. د امریکا ټیم د تیر کال په اتلولیو کې د برونزو مډال گټلی و.

خو د امریکا تکړه فوټبالره، ابې ویمبچ د پښې د ماتیدو له آمله په دغو لوبو کې گډون نلري. خو د ټیم بله غړې، هیتر اوریلي وايي، د دوی د فوټبالرانو په جمله کې اوس داسې استعدادونه راپیدا شوي چې د المپیک په لوبو کې به د ویمبیچ ځای ډک کړي.

”موږ د لوبو د پیل لپاره په خپل ټیم کې بدلونونه راوستي دي. مختلف کسان له مختلفو زاویو نه په گول وهلو توانیږي. دا هڅه به بې ځایه نه وي او حتما به زموږ د ډلې په گټه تمامیږي”.

په سویډن کې زیږېدلې فوټبالره، پیا سنډهاگ د امریکا د ټیم ټرینر ده. هغه تیر کال د ښځو د فوټبال په نړیوالو اتلولیو کې د چین د ټیم مرستیال ټرینره وه. په چین کې د هوايي چټلي د المپیک د لوبو له پیل مخکې، د یوې مهمې موضوع په توگه یادیږي. خو سنډهاگ وايي، د هوا حالت باید د لوبې د یوې برخې په توگه قبول شي.

”دواړو ټیمونو ته یو ډول هوا رسیږي. ځکه خو دا خبره باید ومنل شي او ټرینران هم باید دا خبره جدي ونه گڼي. دا د لوبو په لومړي او دوهم پړاو او له هغه نه وروسته پورې اړه لري، دا چې ولیدل شي لوبغاړي څومره ستړیا احساسوي. دا یو مشکل دي. خو بیا هم باید دا وگالو ځکه چې د دواړو ټیمونو لپاره شریط یو ډول وي”.

کوربه هیواد چین به له سویډن سره لوبه کوي. د ښځو د فوټبال په دغو لوبو کې ارجنټاین، کاناډا، شمالي کوریا، نایجریا، جاپان او نیوزیلنډ هم برخه لري.

د ټورنمنټ د پای لوبه به د اگست په ٢١مه په پیکنگ کې د کارگرو په سټیډیم کې کیږي. د نارینه وو ټورنمنټ د پنجشنبې په ورځ پیلیږي.

XS
SM
MD
LG