د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې جگړه، ٥ طالبان وژل شوي


امنیتي مقامات وايي، د کندهار په ولایت کې د پولیسو او طالبانو تر منځ په جگړه کې پنځه تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

چارواکي وايي، دغه جگړه تیره شپه پیښه شوه او پولیسو ته پکې زیان نه دی اوښتی.

د هرات په ولایت کې، د ایتلافي عسکرو موټر د سرک د غاړې په بم وربرابر شوی او پنځه عسکر یې زخمیان کړي دي.

تر اوسه دا نه ده ښودل شوې چې زخمي شوي عسکر د کوم هیواد دي.

XS
SM
MD
LG