د لاس رسي وړ اتصالات

چین: د المپیک د لوبو د امنیت ضمانت کوو


چینايي چارواکي د المپیک په لوبو کې گډون کوونکو لوبغاړو او لیدونکو ته اطمنان ورکړی چې د تروریستي حملو نه به په امان کې وي.

په پیکینگ کې د المپیک د لوبو د تنظیمولو د کمیټې نطاق، سن ویډي، نن د سې شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چین د المپیک د لوبو د امینت تضمین کولای شي.

پرون د دوشنبې په ورځ، د چین په لویدیځ کې د زینجیاگ په ایالت کې په یوه حمله کې ١٦ پولیس ووژل شول او ١٦ نور زخمیان شول.

چارواکي وايي، د زینجیانگ په ایالت کې یې چې ډیر مسلمانان پکې اوسیږي اوس امنیتي اقدامات سخت کړي دي. په ځانگړي ډول د کاشغر په ښارگوټي کې چیرې چې دغه خونړۍ حملې پیښه شوه. د ټولو حکومتي دفترونو، ښوونځیو او روغتونونو دباندې پولیس د تیارسئ په حالت کې دي.

د چین حکومتي مطبوعاتو ویلي، د دوشنبې د ورځې په حمله کې د ملسمانانو د یوې مذهبي ډلې دوو غړیو لاس درلود.

په چین دغه دغه حمله په داسې حال کې وشوه چې په پیکینگ کې د المپیک د لوبو پیلیدو ته یوازې څلور ورځې پاتې وې.

XS
SM
MD
LG