د لاس رسي وړ اتصالات

په چین کې بیا زلزله شوې


د امریکا د جغرافیايي سروې اداره وايي، د چین په لویدیځه برخه کې، د سیچوان په ایالت کې نن د سه شنبې په ورځ بیا یوه سخته زلزله شوې ده.

په دغه ایالات کې د مۍ په میاشت کې د زلزلې له آمله ٧٠ زره تنه وژل شوي وو.

چارواکي وايي، دغه ٦ اعشاریه صفر درجې زلزله د سیچوان د ایالت د گوان یان د ښار په شمال لویدیځ ٥٠ کیلو مترۍ کې شوې ده.

تر اوسه د دغې زلزلې له آمله د اوښتو تلفاتو یا زیانونو په اړه معلومات نشته خو کارپوهانو ویلي چې په دغه اندازه قوي زلزله زیات زیانونه پیښولای شي.

XS
SM
MD
LG