د لاس رسي وړ اتصالات

کابل نن د ځوانانو د نړېوالې ورځ ونمانځله


په لوړو دولتي پروسو کې ځوانانو ته ونډه ورکول یو عمده مورد وو چې نن د ځوانانو د نړېوالې ورځې د نمانځنې په مراسمو کې د ګډون کوونکو له خوا چارواکو ته وړاندې شو.

د ځوانانو د نړېوالې ورځې په درشل کې نن د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت له خوا یو محفل دایر شوی وو چې په دغه محفل کې د هیواد له ټولو ولایتونو څخه د ځوانانو استازو ګډون کړی وو.

پدغه غونډه کې د ځوانانو ګڼو استازو په دولتي لوړو پروسو کې ځوانانو ته د ونډی دورکولو غوښتونکي ول.

پدغه غونډه کې د ولسمشر دویم مرستیال کریم خلیلي وویل چې نه باید د غه شعار چې ځوانان د ټولنې ځواک او پياوړتیا ده اتکا وکړو. هغه وغوښتل چې ځوانان باید تر دی لا زیات په دولتي چارو کې برخه واخلي.

دا ډول د اطلاعاتو او کلتور وزیر پدغه غونډه کې وویل چې دغه وزارت تراوسه ځوانانو ته د ودی لپاره ډیر کارونه کړي دي او له دی وروسته به هم د ځوانانو د وضعیت د ښه والي لپاره اوږده پلانونه په پام کې لري.

د اګست دولسمه چې د ځوانانو له نړېوالې ورځې سره سمون لري، نن مخکې له مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د نهو موسسو او اته دولتي ادارو له خوا ونمانځلې شوه.
XS
SM
MD
LG