د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستانۍ ساېنسپوهه نېول شوېده


د نېوېارک ټاېمز لېکى چې پرېوه پاکستانى ساېنسپوهه تور لگول شوېدى چې له القاعده سره تړاو لرى او دامرېکا ېې عسکرو او اېف بې اى دغړېو د وژلو هڅه کړې وه. هغه اوس نېوېارک ته راوستل شوېده.

د نېوېارک ټاېمز ورځپاڼه دعدلېې د وزارت له قوله لېکى چې ېوه پاکستانى ساېنسپوهه چې له القاعده سره تړاو لرى په دې تورنه سوېده چې په افغانستان کې ېې د پولېسو په ېوه تاڼه کې دامرېکا د عسکرو او اېف بې اى دغړېو د وژلو هڅه کړې وه.

دغه ساېنسپوهه عافېه صدېقى نومېږى او دامرېکا د برانډېز په پوهنتون کې ېې تعلېم کړېدى. مېرمن صدېقى ددوشنبى په ورځ نېوېارک ته راوستل شوله.

مېرمن عافېه صدېقى چى ٣٦ کلنه ده له خپلو درې ماشومانو سره په داسى حال کې لادرکه شوه چې د پاکستان په بندرى ښار کراچى کې د خپل موراوپلار لېدلو ته ورغلى وه.

هغې د ٢٠٠٣ مېلادى کال د مارچ په مېاشت کې د بشرى حقوقو مشرى کوله او کورنى ېې ووېل چې ښاېې هغه په پټه نېول شوى وى. خو ددوشنبى په ورځ له هغو جناېې تورونو نه وروسته چې پرهغې ولگول شول دامرېکا چارواکېو ووېل چې دوى په تېرو پنځو کلونو کې دهغى په باب معلومات نه درلود.

هغوى د جولاى په اولسمه نېټه هغه وخت دهغى په برخه کې معلومات ترلاسه کړ چې مېرمن صدېقى او ېو تنکى ځوان په غزنى کې ونېول شول.

د افغانستان د غزنى ولاېت چارواکى پرهغوى شکمن سول ځکه چې هغوى د والى له دفتر نه بهر ډېر سوکه روان ول اوداسىمعلومېدل چې خپل وخت تېروى.

کله چې ېوه چارواکى هغه ولټوله نوله هغې سره ېې لېکلى اسناد او اود چاودونکېو موادو په برخه کې معلومات پېدا کړل. له هغې سره ېو څو بوتلونه هم ول چې له خاصو ماېعاتو نه ډک ول.

دنېوېارک ټاېمزورځپاڼه لېکى چې له نېول کېدلو نه ېوه ورځ وروسته د امرېکا ېوه هېئت چې په هغو کې داېف بې اى دوه ماموران او ترجمانان هم شامل وو د پولېسو مامورېت ته ورغلل چې تحقېقات ترېنه وکړى.

هغه امرېکا ېان چې د پولېسو مامورېت ته ور ننوتل هغوى په دې نه و خبرى چې مېرمن صدېقى د پردې شاته ده خو ولچک ېا زولنى ندى ور اچول شوى . هلته ېو عسکر کېناست او خپل ټوپک ېې له پردې سره نېژدى کېښود.

له مجلس نه لږ ه شېبه وروسته ېوه بل عسکر د ېوې ښځى غږ د پردى تر شا واورېده. هغه ولېدل چې مېرمن صدېقى د عسکر ټوپک عسکر ته نېولى دى. ېوه ترجمان چې دا حال ولېد ټوپک ېې له هغى نه لېرې ټېل واهه خو هغې په همدى وخت کې ماشه راکاږله.

هغې په دغه وخت کې دوه ډزې وکړى. خو هېڅوک پرې ونه لگېدل. هغه بل عسکر مېرمن صدېقى ېوځل په خپله تومانچه ووېشتله.

هغه ېوه شېبه وروسته بېهوشه شوه . ددوشنبى په ورځ په مېرمن صدېقى باندى دېوه امرېکا ېې منصبدار دوژلو او دعدلى وزارت پرمامور باندى د حملى کولو تورونه ولگول شول. که چېرې هغه محکومه شى نو د شلو کلونو پورې د بند سزا ورکول کېدلى شى. مېرمن صدېقى د ٢٠٠٣ مېلادى کال راهېسى د بگرام په هواېې مېدان کې ساتل شوې وه.

مېرمن شارپ ددوشنبى په ورځ ووېل چې دوىپه دې عقېده دى چې هغه زېاتره وخت دافغانانو په بند او زندان کې وه. موږ په دې عقېده نلرو چې په افغانستان کې دهغى د بند په برخه کې د معلوما ت خپرېدل کوم تصادف وى. خو دامرېکا پوځ او داستخباراتو ماموران واېې چې مېرمن صدېقى ترهغه وخت پورې چې په افغانستان کې نه وه نېول شوى په پاکستان کې اوسېدله. دامرېکا د استخباراتو ېومامور ووېل چې هغه دامرېکا سره بندى نه وه.

د امرېکا د استخباراتو چارواکى وايى چې مېرمن صدېقى د څوارلسو کسانو له جملى نه چې دالقاعده سره د تړاو گومان پرې کېږى له دوو کسانو سره اړېکى لرى. په دغوکسانوکې څو تنه د گوانتانمو زندان ته د ٢٠٠٦ مېلادى کال په سېپتمبر کې انتقال شول.

د امرېکا حکومت واېې چې مېرمن صدېقى له ماجد خان سره چې دترورېست شک پرې کېده اواوس په گوانتانمو کې بندى دى امرېکا ته د بېرته راستنېدو په برخه کې مرسته وکړه.

حکومت داهم وايى چې دعلى عبدالعزېز په نامه ېو سړى چې په عامر بلوچى باندى مشهور دى او دخالد محمد شېخ وراره کېږى مېرمن صدېقى ته ېې ووېل چې له ماجدخان سره د هغه په پاسپورت او نورو کارونوکې مرسته وکړى.

حکومت واېې چې ښاغلى بلوچى له توقېفېدلو نه لږ مخکى له مېرمن صدېقى سره واده کړى و.

XS
SM
MD
LG