د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی چین ته سفر کوی


ټاکل شوی سبا پنجشنبې جمهور رئیس حامد کرزی د شانگهای په کنفرانس کې د گډون لپاره د چین په لور حرکت وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر، ډاکټر رنگین دادفر سپنتا، نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې ښاغلی کرزی به پدی سفر کې د چینې چارواکو سره د لیدنې او د تروریزم پر خلاف د نړیوالې جگړې ترڅنگ د الپمیک د سیالیو په شرانستونکو مراسمو کې هم برخه واخلي.

کرزی به پدی سفر کې د ایران او تاجکستان د جمهور رئیسانو سره د اورگاډي د پټلۍ او د انرژۍ په انتقال او همدا رنگه د دری هیوادونوله لورې د یو گډ تلویزون د تاسیس په اړه خبرې وکړي.

ښاغلي سپنتا په دی خبري کنفرانس کې په افغانستان کې د امنیت او په سیمه کې د ترهگۍ په وړاندې د مبارزې په اړه هم خبرې وکړی.

XS
SM
MD
LG