د لاس رسي وړ اتصالات

بلاخره د المپیک نړیوال مشعل خپل وروستي تم ځای ته ورسول شو


بلاخره دوه ورځی مخکې له دې چې د بیجینگ د المپیک نړیوالې لوبې پیل شي، د المپیک نړیوال مشعل په ټوله نړۍ کې له گرځولو او د هغه په وړاندې د یو لړ مظاهرو وروسته خپل وروستي تم ځای بیجنگ ته د گڼ شمیر خلکو په بدرگې ورسول شو.

دا مشعل نن د چهارشنبې په ورځ د چین په هغه ممنوعه ښار کې چې د امپراتورانو کور یادیږي د مراسمو په لړ کې بل کړی شو.

دا مشعل به د پایتخت په سرکونو د لوبو د ترسره کولو لپاره جوړ شوي هغه سټوډیوم ته وروسل شي چې د مرغۍ د ځالې په نوم دی.

د مشعل رسیدل په نوم چې ددی سیالیو د ترسره کیدو لپاره چین د اوه کالو راهیسې ځان چمتو کړې ود وروستي تم ځای په نوم نومولې واو د مشعل دا سفر ورته په ملیاردونو ډالرو پدی هیله چې په نړۍ کې چین د یو پرمختللې هیواد په توگه وپیژندل شي لگول شوي دي.

XS
SM
MD
LG