د لاس رسي وړ اتصالات

مشرف د اولمپېک دلوبو لپاره چېن ته سفر کوي


د پاکستان مطبوعات رپوټ ورکوى چې دپاکستان جمهوررئېس پروېز مشرف به چېن ته د پنجشنبى په ورځ سفر وکړى چې د چېن داولمپېک د لوبو په پرانېستنه کې گډون وکړى.

نن د چارشنبى په ورځ دوخته د پاکستان خارجه وزارت ووېل چې ښاغلى مشرف پېکنگ ته خپل سفر فسخ کړ.

ددې خبرى توضېحات چې دسفر پلان اول څنگه فسخ سو او بېا وروسته بېرته په خپل حال شوتراوسه پورې ندي ورکړل شوي .

خو دا اعلان په داسى وخت کې وشو چې د پاکستان واکمن اېتلاف نن ددوېمى ورځ لپاره له ېوبل سره ملاقات وکړ چې د جمهور رئېس پروېز مشرف په آحتمالى برطرفولو باندى بحث وکړى.

دپاکستان دانگرېزی ژبی ډان ورځپاڼی راپور ورکړ چه د پاکستان پېپلز د گوند مشر اصف علی زرداری او پخوانی صدر اعظم نواز شرېف دواړو موافقه کړی ده چه د ښاغلي مشرف نه به وغواړی چه استعفا دې وکړی او که انکار ېې وکړ نو بېا به ېې د پارلېمان له لارې له کار نه لېرې کړی.

XS
SM
MD
LG