د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: سیلابونو لږترلږه اوه ویشت کسان وژلي


د سه شنبې په ورځ پاکستاني چارواکو وویل هغو سیلابونو چې د سختو موسمي بارانو په وجې راوتلي، لږترلږه اوه ویشت کسان وژلي او په زرگونو کورونه یې ویجاړ کړي.

د صوبه سرحد ایالت یو شمیر سیمې خصوصاً پیښور او افغانستان سره په پوله پرته د خیبر دره کې یې زیات زیان اړولې دی. په همدې وخت کې د سه شنبې په ورځ په پنجاب ایالت کې د یوی خیریه موسسې مشر وویل چې په ختیځ ایالت کې هم دوه اتیازره خلک بی ځایه شوي دي.

هغه زیاته کړه چې درې زره دوه سوه کورونه ویجاړ شوي او ډیره زراعتی ځمکه سیلاب وړی ده.

چارواکو د دوشنبې په ورځ ویلي ووچې پنځه کسان په پنجاب کې او دوه ویشت کسان په صوبه سرحد کې مړه شوي دي. د ډان ورځپاڼې لیکلي چې حکومت د زیان او مرگ ژوبلې په اړه تراصلي انادزې لږ شمیر ښودلې دی.

XS
SM
MD
LG