د لاس رسي وړ اتصالات

د امرېکا جمهور رئېس جورج بش تاېلند ته رسېدلى دى


هلته به هغه د چېن د بشرى حقوقو په سابقه باندى داولمپېک د لوبو د پېل کېدو نه مخکى ماښام لمانځنى په مراسمو کې اعتراض وکړى. سپېنى ماڼى نن ددغې وېنا لنډى برخى خبرېالانو ته ورکړى.

ښاغلى بش په دغه وخت کې په ېوه الوتکه کې بنکاک ته روان و. ښاغلى بش غواړى چې درى اسېاېې هېوادونو ته سفر وکړى او تاېلند ېې د سفردوېم پړاو دى.

ښاغلى بش به په خپلو خبرو کې وواېې چې امرېکا په خپل درېځ باندى د په کلکه ولاړه ده چې چېن خپل سېاسى مخالفېن توقېفوى، د بشرى حقوقو او د دېنى فعالېتونو مخه نېسى.

ښاغلى بش به په چېن غږ وکړى چې په خپلو خلکو باندى اعتماد وکړى او ستره ازادى ورته برابره کړى. ښاغلى بش ووېل داېوازېنىلاره ده چې چېن به خپل بشپړ مقام ته ورسېږى.

جمهور رېس بش واېې که شمالی کورېا غواړی چه د نړېوالې ټولنې سره اړېکی ښی شی نو باېد چه حتما د خپل اتومی پروگرام په باب پوره تفتېش ته اجازه ورکړ، تر څو په دی باب پوره تصدېق وشی چه اتومی پروگرام ېې واقعا بند کړی دی.

بش دا تبصره نن په هغه مطبوعاتی کانفرانس کی وکړه چه په سېول کې ېې د جنوبی کورېا د جمهور رېس لی ماېونگباک سره ېوځای په کی خبری کولی.

ښاغلي بش ووېل چه دشمالی کورېا د اتومی پروگرام د لانجی دهوارولو لپاره ترټولو ښه لاره همدا د شپږو ملکونو شرېکی خبری دی چه دشمالی کورېا د مشرانو دقانع کولو لپاره ېې کوی.

په دی ملکونو کی امرېکا، جاپان، روسېه،چېن، جنوبی کورېا او جاپان شامل دي. ښاغلي بش ووېل مخکی ددی نه چه امرېکا د شمالی کورېا نوم دهغو ملکونو دلست نه وباسی چه په دولتی سحطه ېې د ټرورزم نه دملاتړ کولو تور ېې پری لگولی دی، باېد لومړی د شمالی کورېا د اتومی پروگرام په باب ېقېن او باور حاصل شی.

بش د چېن نه هم وغوښتل چه دمذهبی ازادېو احترام دې وساتی او دا به ېې ېوه بده اشتباه وی کی په زور او جبر د خلکو مذهبی ازادی سلب کړی.

بش د جنوبی کورېا دمشر سره په ېو لړ نورو مهمو مساېلو باندی هم خبری وکړی.

XS
SM
MD
LG