د لاس رسي وړ اتصالات

اېران د مشوقو امتېازاتو په برخه کې نور توضېحات غواړي


د واشنگټن پوسټ ورځپاڼه لېکى چې داېران حکومت د سه شنبى په ورځ ووېل دېته چمتو دى چې د مشوقو امتېازاتو مجموعى ته ځواب وواېې.

دا مجموعه د امرېکا او ملگرو ملتونو د امنېت شورى د نور وپنځو داېمى غړېو له خوانه ددې په بدل کې اېران ته وړاندې شوېده چې دغه هېواد به د ېورانېمو دغنى کولوله پروگرام نه لاس اخلى او که نه نو نور سخت بندېزونه به پرې ولگول شى.

د واشنگټن پوسټ ورځپاڼه، لېکى چې داېران حکومت د سه شنبى په ورځ ووېل دېته چمتو دى چې د مشوقو امتېازاتو مجموعى ته ځواب وواېې.

دا مجموعه د امرېکا او ملگرو ملتونو د امنېت شورى د نور وپنځو داېمى غړېو له خوانه ددې په بدل کې اېران ته وړاندې شوېده چې دغه هېواد به د ېورانېمو دغنى کولوله پروگرام نه لاس اخلى.

خو اېران دا هم وېلى دى چې پنځه ستر قدرتونه دې، د مشوقو امتېازاتو په برخه کې نور تفصېلى تشرېحات دوى ته وړاندى کړى. خو دا کار ښاېې دډېرو اوږدو خبرو سبب شى.

د اېران د درېځ په برخه کې دهغه هېواد داټومى چارومرکچى سعېد جلېلى د سه شنبى په ورځ د اروپاېې اتحآد د خارجى پالېسى مشر هاوېر سولانه ته ېو لېکلى سند وړاندى کړ. په دغه رسمى سند کې وېل شوېدى چې دغه ډول تشرېحات به د چټکومذاکراتو او د روښانه اېندې لپاره لاره اواره کړى.

دغه سند واېې چې داېران جمهورېت دېته چمتو دى چې ستاسې پېشنهاد ته ېو واضح ځواب چې څومره ژر کېدلى شى ورکړى. خو په همدى ډول له تاسى نه هم توقع لرى چې زموږ پوښتنو ته ېو واضح ځواب برابر کړى. د خبرو دوېم پړاو چې څومره په وخت ممکن وى پېل کېدلى سى، البته که په دغه برخه کې لېوالتېا موجوده وى.

دواشنگټن پوسټ ورځپاڼه لېکى چې اېران هغه غوښتنى پوره نکړى شوې چې امرېکا ، برتانېې، او فرانسى ترېنه کړى وې. غوښتنى داوې چې اېران دې سمدلاسه دا پېشنهاد ومنى او ېا دې دنوو بندېزونو لگېدلو ته تېار شى.

د امرېکا او اروپا چارواکې واېې چې اېران عارفانه تجاهل کوى. ځکه زموږ پېشنهاد ډېر واضح دى خو ددوى ځواب واضح ندى. واشنگټن پوسټ په ملگرو ملتونو کې دامرېکا د استاځى راېس گرېنېل له قوله لېکى داېران حکومت ته پکاردى چې د مشوقو امتېازاتو مجموعى ته چې په ډېر خلاص لاس هغوى ته دنړېوالى ټولنى له خوانه وړاندې شوېده په ډېر وضاحت او صراحت ځواب ورکړى.

واشنگټن پوست لېکى ېوه اروپاېې چارواکى ووېل دا د ځنډولو ېو تاکتېک دى. هغه ووېل چې دوى ښه نېت لرى خو د ازموېنى په څېر پوښتنو ته به ځواب ونه واېې.

خو هغه داهم ووېل چې داېران له ځواب نه داسى معلومېږي چې دنورو مذاکراتو پلوى کوى . ښاېې دهغوى ځواب په دې اندازه مثبت وى چې د غربى هېوادونو هلى ځلى دنوو بندېزونو د لگولو لپاره پېچلى کړى. دغه چارواکى ووېل اېرانېان داکا ر په ډېره ښه توگه سرته رسوى.

د واشنگټن پوسټ ورځپاڼه لېکى چې دملگرو ملتونو دامنېت شورى پراېران باندى د ٢٠٠٦ مېلادى کال دمارچ دمېاشتى راهېسى فشار اچاوه چې دېورانېمو غنى کول بند کړى او د خپل اټومى پروگرام په اېنده باندى مذاکرات پېل کاندى.

ملگرو ملتونو پراېران باندې درې پړاوه بندېزونه لگولى ځکه چې اېران تراوسه پورې داکار ندى کړى. اېرانېان ټېنگار کوى چې دوى د اټومى وسلو د جوړولو پروگرام نلرى او د ملگرو ملتونو دامنېت شورى، پنځه لس غړى هېوادونه دا حق نلرى چې اېران د ېورانېمو له غنى کولونه اېسار کړى، ځکه اېران ېوازې داټومى اېنرژى د لاسته راوړلو لپاره ېورانېم غنى کوى.

واشنگټن پوسټ د روېټر د خبرى اژانس له قوله لېکى چې اېران د ملگرو ملتونو داټومى اېنرژى دادارې ېوه چارواکى اولي هېنان ته د ا زمېنه برابره کړېده چې اېران ته سفر وکړى. دغه سړى داېران د اټومى چارو د پروگرام څارنه کوى.

امرېکا، برتانېې ، او فرانسى ددوشنبى په ورځ دوه ورځى وروسته له هغه نه چې داېران لپاره وروستى ټاکل شوې نېټه پاېته ورسېده، خبردارى ورکړچې که اېران مثبت او ېا واضح ځواب ورنکړي نو دوى به پراېران نور بندېزونه هم ولگوى.

واشنگټن پوسټ لېکى چې دغه شپږ قدرتونه به ېو کنفرانس جوړ کړى چې داېران د حکومت رسمى سند ته په خپل ځواب باندى غور وکړى. خو هغوى په دې برخه کې سره اختلاف نظر لرى، ځکه چې چېن اوروسېه پراېران د سختو بندېزونو له لگولو سره چندان دلچسپى نلرى.

XS
SM
MD
LG