د لاس رسي وړ اتصالات

د خوست د مرافعه محکمې رئیس وژل شوی


مشكوکو طالبانو یو قاضى د خوست په ولاېت کې وېشتلى او وژلى دى. د خوست والى ارسلا جمال د امرېکا غږ افغان سروېس ته ووېل چې افراطیانو نن د پنجشنبى په ورځ د خوست مرکز ته نېژدى د خوست د مرافعه محکمى قاضى شېر گل وواژه.

چارواکى واېې په دې نېژدى اونېو کې دا څووم قاضى دى چې سر تېرى ېې وژنى. دافغانستان د کورنېو چارو د وزارت واېې ددوى پولېسو د ژېړۍ په سېمه کې له جگړه مارانو سره وسله واله نښته وکړه.

په دغه نښته کې اته سرتېرى ووژل شول او اوه تنه نور زخمى شول.

د بادغېس په ولاېت کې پولېس وايى چې جگړه مارانو دناټو پر کاروان حمله وکړه اوهغو پولېسو چې د دغه اکمالاتى کاروان ساتنه کوله په نښته کې ېې شپږ جگړه ماران ووژل.

دمرگ ژوبلى په نورو پېښو کې د چارشنبى په ورځ لږ تر لږه اوه پولېسان هغه وخت ووژل شول چې جگړه مارانو په لشکر گاه کې دهغوى پر پوسته حمله وکړه. لشکر گاه د هېلمند ولاېت مرکز دى.

جگړه مارانو د قاضېانو د وژلو په لړ کې تېره دوشنبه په گرېشک کې هم ېو قاضى وژلى و.

رپوټونه وايي، د خوست د ولایت د مرافعه محکمې رئیس، شیرگل وژل شوی دی. ددغه خبر تفصیل وروسته راځي.

XS
SM
MD
LG