د لاس رسي وړ اتصالات

نېوېارک ټاېمز: افغانستان د ستونزو ېو لوى دلدل دى.


د نېوېارک ټاېمز مقاله لېکى چې افغانستان دستونزو ېو لوى دلدل دى. په دې کې نه ېوازې طالبان بېا راوټو کېدل بلکه دکوکنارو کرنه هم پکى پراخه سوه او داپېنو تولېد پکى نور هم وغوړېده.


د اپېن پېسى ددغى ډلې فعالېتونوته مالى مرسته برابروى. داسى کومه اسانه لاره نشته چې داپېنو دتولېداو قاچاق د خطر مخه پرې ونېول شى. له بل پلوه د اپېنو قاچاق د بې ثباتى او بدامنى ېو ستر عامل دى.

حتى که پردغه ستونزه باندى د برېد لپاره ډېر عاقلانه پلان، په ډېرانتظآم باندى عملى شى نو بېا به ېې هم د ښو نتاېجو دراڅرگندېدلو لپاره کلونه پکار وى.

خو امرېکا او د نړېوالى ټولنى نور هېوادونه په دى له ناکامى سره مخامخ دى چې د کاروړ پلان جوړ کاندى. هغوى باېد په دې برخه کې نه ېوازې سخت کار وکړى بلکه په ډېره هوښېارى او ځېرکى او بشپړه همکارى باندى کار وکړى چې دغه دمخدره موادو په رنځ اخته هېواد وژغورى.

دنېوېارک ټاېمز ورځپاڼه لېکى ددغى ستونزې په پراخوالى اوژوروالى باندى فکر کول ډېر ستومانه کوونکى او خواشېنى کوونکى کاردى. په افغانستان کې د اپېنو تولېد په ٢٠٠٦ مېلادى کال او ٢٠٠٧ مېلادى کال کې بېخى زېات سو. اوس افغانستان د نړى ٩٣ فېصده هېروئېن چې له اپېنونه جوړېږى، تولېدوى.

ددغه تولېد ېوه زېاته برخه روسېې او اوروپاته ځى. درسمى ارقامو او شمېرنو له مخى د مخدره موادو تجارت په ېوه کال کې څلورو ملېاردو ډالرو ته رسېږى.

دا په ېوه کال کې دافغانستان دکورنېو تولېداتو تقرېبا نېماېې برخه ده. د مخدره موادو د قاچاق پېسى دا افراطېت او جگړه مار ۍ قواوې تقوېه کوى. همدا قواوې په افغانستان کې دناټو او امرېکا له قواوسره په جگړه بوختى دى . همداکار دافغانستان دولت ته چې هغوى ېې دابادولو کوشش کوى سخت زېان رسوى.

پردې سربېره هغه کسان چې په اوروپاکې دغه تولېدات استعمالوى هغوى هم مسموم کوى. که څه هم په اوروپا کې ډېر خلک افغانستان د ځان لپاره ېوه ستونزه نه بولى. دا د شرم ځاى دى چې مشران ېې هم په دغو اړېکو باندى چى مخکې ېادې شوې سترگى پټوى.

تېره اونۍ ملگرو ملتونو په دې برخه کې ېو نوى او خطر ناک رپوټ ورکړ. رپوټ واېې د افغانستان دمخدره موادو قاچاقبران په دې هڅو لگېادى چې خارجى کېمېاپوهان مقرر کړى.

رپوټ وايى په دې کې به زېاتره دترکېې، اېران او پاکستان ماهران شامل وى. هغوى غواړى چې اپېن په ډېرو اعلى درجه هېروئېنو باندى بدل کاندى. په دې کار باندى دهغوى د تولېد ارزښت او لا زېانمن کېدل زېاتېږى.

د نېوېارک ټاېمز دغه مقاله لېکى چې امرېکا ، اوروپا، افغانستان او ملگرى ملتونه په دوامدار ډول په خپل منځ کې په دې خبره ناندرۍ وهى چې په افغانستان کې داپېنو تولېد ولې زېات سو. په دې برخه کې څه وکړو او څوک ېې باېد وکړى.

نېوېارک ټاېمز لېکى چې د نېوېارک ټاېمز په مجله کې دامرېکا د خارجه وزارت پخوانى مامور تامس شواېک ددې ستونزې پړه په دغو عواملو ور اچوى. تامس شواېک واېې له ېوې خوانه دافغانستان ېو شمېر چارواکى په ادارې فساد کې لتاړ دى، له بلې خوانه دافغانستان په کورنۍ پالېسى کې اختلافونه او درزونه موجودى، او ددې ترڅنگ دامرېکا اوناټو قواو ې هم چندان تماېل نلرى چې دمخدره موادو دمخنېوى نقش په غاړه واخلى.

دنېوېارک ټاېمز مقاله واېې چې پکارده تامس شواېک دافغانستان جمهوررئېس هم د افغانستان په ناکامېو کې پړ بللى واى. دامرېکا جمهور رئېس جورج بش د سپتمبر د ېوولسمى نېټى له ترورېستى حملونه وروسته دغه هېواد ته ډېر ې کمى منابع پرېښودى.

ترهغې وروسته ېې ناټو او مختلفو جنگسالارانو ته پرېښود. او امرېکا په خپله دعراق جگړى ته توجه وکړله. دنېوېارک ټاېمز مقاله لېکى چې ددې نتېجه داشوه چې طالبان اوالقاعده بېا راپورته شول او داپېنو تولېد هم ورسره په بې سابقى ډول زېات شو.

مقاله واېې دا ډېره ښه خبره ده چې دافغانستان په ٣۴ ولاېتونو کې به په شلو ولاېتونو کې اپېن نه کرل کېږى. خو ددې خبرى ماناداده چې داپېن تولېد په بشپړ ډول په جنوبى سېمو په تېره هېلمند کې زېات سوېدى.

رپوټ وايى چې په هېلمند کې طالبان غښتلىاو حکومت کمزورى دى. د ښاغلى شواېک مهمه سپارښتنه داده چې داپېن فصلونه باېد له هوانه د کېمېاوى دوا په واسطه تباه سى. خو داخبره په سېاسى لحاظ ډېره گرانه ده.

په دې برخه کې نور ډېر کارونه کېدلى سى اوپه ښه توگه کېدلى شى. د مثاله په توگه د جناېې محکمو تقوېه کېدل او د جناېې قانون تعمېل چې وکولى شى چې دمخدره موادو قاچاقبران محاکمه کړى اودامرېکا اوناټوقواوې ېې په مخنېوى کې ډېرجدى نقش ولرى.

دافغانستان او امرېکا حکومتونو په هېلمند کې دېوه نوى زراعتى مرکز او ېوه هواېې مېدان د جوړولو په برخه کې موافقه کړېده. داډېره ښه هڅه ده او له کروند گرو سره مرسته کولى شى چې د کوکنارو دکرلو په ځاى د خوراکى شېانو کرلو ته توجه وکړى.

بله داده چې واشنگټن او انډېوالان ېې په ښاغلى کرزى باندى فشار راولى چې دمخدره موادو د ستونزې په مقابل کې جدى اقدام وکړى او د هغو ادعاگانو په مقابل کې ځان سپېن کړى چې واېې هغه عالېرتبه چارواکى چې د مخدره موادو په تجارت کې لتاړ دى په حکومت کې د هغوى ساتنه کېږى.

په دې لړ کې پکارده چى دهغو مهمو قاچاقبرانو چې له افغانستان نه بهر کورونه لرى، شتمنى او د وېزې اخېستلو امتېازات سلب سى.

XS
SM
MD
LG