د لاس رسي وړ اتصالات

بوش چین ته ورسېد


ښاغلى بش چېن ته ددى لپاره سفر کړی چې د ٢٠٠٨ مېلادى کال د اولمپېک دلوبو داپرنېستنى په مراسمو کې گډون وکړى.

هغه نن په داسى حال کې پېکنگ ته ورسېده چې څو ساعته مخکى ېې د چېن د بشرى حقوقو پر سابقه باندى اعتراض وکړ.

په تاېلند کې په ېوه وېنا کې ښاغلى بش د چېن داقتصادى پر مختگ او له پېکنگ سره دېپلوماتېکى اړېکى وستاېلى.

خو هغه ووېل چې امرېکا د چېن له خوانه د سېاسى مخالفېنو، دبشرى حقوقو دمبارزېنو او مذهبى خلکو دتوقېفولو، سره په کلکه مخالفه ده.

ښاغلى بش چېن دېته وهڅاوه چې پخپلو خلکو باندى د زېاتې ازادى باور او اعتماد ولرى. هغه ووېل داېوازېنى لاره ده چې چېن په بشپړ ډول انکشاف کولى شى.

د چېن خارجه وزارت ووېل دوى له هر هغه لفظ او ېاعمل سره مخالف دى چې ددوى په کورنېو چارو کې مداخله گڼل کېږى.

هغه ووېل چې د چېن خلک له ډېرو ازادېونه برخمن دى.

XS
SM
MD
LG