د لاس رسي وړ اتصالات

د تیلو قیمت رالوېدلی دی


د خامو تیلو بیه چې د جولای په ١١مه ډیره لوړه شوې وه، اوس ٢٠ فیصده رالویدلې او د یوه بیرل تیلو قیمت ٢٩ ډالره راکم شوی دی.

پرون د چهارشنبې په ورځ، په نیویارک کې یو بیرل خام تیل په ١١٧ ډالره او ٥٠ سنټه خرڅیدل.

د تیلو قیمتونه په داسې حال کې رالویدلي چې رپوټونه وايي، په امریکا کې د خامو تیلو په ‏ذخیرو کې زیاتوالی راغلی دی او په ځینو رپوټونو کې ویل شوي چې د بیو د لوړېدو له آمله د تیلو تقاضا راکمه شوې ده.

په تیر یوه کال کې د تیلو قیمتونه دوه برابره زیات شول او دا لومړی ځل دی چې په بیو کې د پام وړ ټیټوالی لیدل کیږي

بل خوا، پرون د چهارشنبې په ورځ په امریکا کې د اسهامو بازارونه لوړ شوي وو. ډوجونز ۴٠ پواینټه او نسډک ٢٩ پواینټه گټلي وو.

په اروپا کې هم پرون د بازارونو له تړل کیدو مخکې د اسهامو قیمتونه لوړ ولاړل. د لنډن فایننشیل ټایمز ٣٢ پواینټه، د پاریس ‏(‎سي اې سي ۴٠‏)‎ ٦٢ پواینټه او د فرانکفورت ډاکس ۴٣ پواینټه گټلي وو.

په آسیا کې د اسهامو قیمتونه تر بل هر ځای زیات لوړ ختلي وو. د ټوکیو نیکي ٣۴٠ پواینټه او د هانگ کانگ هانگ سونگ ٥٦٥ پواینټه گټلي وو.

او پرون د سرو زرو قیمت پنځه ډالره لوړ شو او یو اونس سره زر په ٨٧٩ ډالره او ٦٠ سنټه خرڅیدل .

د ین او یورو په مقابل کې د ډالر ارزښت زیات شوی و.

XS
SM
MD
LG