د لاس رسي وړ اتصالات

افغان مامورینو تښتول شوی افغان ـ‏ جرمن آزاد کړی


د افغانستان د جاسوسۍ دستگاه وایی چی هغه سوداگر یې چی افغان او جرمني تابعیت یې درلود او تقریبا دوې میاشتي پخوا تښتول شوی و، آزاد کړی دی.

ددې دستگاه د رئیس مرستیال عبدالله لغماني وویل چی دوی درې مشکوک سړي تښتونکي هم نن د پنجشنبې په ورځ نیولي دي.

چارواکي وایی چی عزیزالله په کابل کی د واده مشهور صالون لری . او سړو تښتونکو د هغه د خوشي کیدو د پاره درې ملیون ډالره غوښتل.

همدارنگه د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو د کندهار د ژیړۍ په ولسوالۍ کې له طالبانو سره جگړه کړې، اته وسله وال طالبانو وژل شوي او اووه نور زخمیان دي.

د جرمنی د بهرنیو چارو وزارت پرون خبریالانو ته وویل چی مامورین یې د افغان مقاماتو سره کار کوی چی دغه سړی را خوشی سی.

له بلي خوا په افغانستان کی د امریکا په مشري قواو پرون وویل چی یو عسکر یې د خپلو زخمونو له لاسه چی ددوشنبې په ورځ د افغانستان په لویدیځ کی د سړک په غاړه د بم په چاودنه کی ور رسیدلي وو، مړ شوی دی.

پولیسو دا هم ویلي دي چی یوه ځان مرگه بم چونکي د چهارشنبې په ورځ په بغلان کی درې جرمني عسکر زخمي کړي دي.

د چهارشنبې په ورځ، د امریکا د پوځ تورن جنرال تامس میټز وویل، په تیرو څلورو کلونو کې په افغانستان کې د سرک د غاړې د بمونو د چاودنو شمیر اوس خپل لوړ حد ته رسیدلی دی. ډیر زیات شوی دی.

جنرال میټز چې په افغانستان کې د سرک د غاړې له بمونو سره د مبارزې مشر دی، ویلي چې د اپریل په میاشت کې شاووخوا ١٢٠ د سرک د غاړې بمونه چاودلي او څلویښتو یې تلفات اړولي دي.

XS
SM
MD
LG