د لاس رسي وړ اتصالات

چین ته د مشرف سفر فسخ شوی او ایتلاف د هغه په آیندې فکر کوي


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایی چی د پاکستان جمهوررئیس پرویز مشرف به د اولمپیک د نړۍ والو لوبو د پرانیستلو په مراسمو کی د گډون کولو د پاره په داسی حال کی پیکینگ ته ولاړ نه سی چی حاکم ائتلاف د هغه د احتمالي مواخذې په باب فکر کوی.

ددغه وزارت یوه نطاق نن د پنجشنبې په ورځ وویل چی اوس به په دې لوبو کی د پاکستان نمایندگي د صدراعظم یوسف رضا گیلاني له خوا کیږی .

دا دوهم ځل دی چی د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایی چی جمهوررئیس به په دې مراسمو کی گډون نه کوی.

د پاکستان حاکم گوند دوې ورځي د جمهوررئیس پرویز مشرف د آیندې معلومولو په باب په خبرو بوخت و او یوه نطاق ویلي دي چی چارواکي به ژر په دې باب دده په قول ‏«‎ ښه خبر ‏»‎ واوری.

د پاکستان مطبوعات رپوټ ورکوی چی د پاکستان د پیپلز پارټۍ مشر آصف علي زرداري او پخواني صدراعظم نواز شریف موافقه کړې چی د ښاغلي مشرف نه به وغواړی چی استعفی وکړی.

مگر رپوټ وایی چی دغه دواړه په یوې بلي موضوع باندی چی څنگه به برطرفه شوي قاضیان بیرته مقرر کړای سی ، موافقې ته نه دي رسیدلي.

XS
SM
MD
LG