د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: افغانستان او عراق کې پر هوايي ځواک نورې پیسې لگوو


د امریکا د دفاع وزارت غواړي په افغانستان او عراق کې د خپلو قواوو د هوايي ځواک د تقویه کولو لپاره دوه اعشاریه دوه میلیارد ډالره اضافي پیسې ولگوي.

د پنټگان یوه نطاق پرون د پنجشنبې په ورځ وویل، دغه پیسې به د استخباراتي بې پیلوټه الوتکو د شمیر په زیاتولو ولگول شي. هغه وویل، د الوتکو د شمیر زیاتوالی به په عراق او افغانستان کې امریکايي قواوو ته ددې زمینه برابره کړي چې ورانکارې عناصر تعقیب کړي.

پنټگان غواړي د جگړې پر سیمو باندې د هوايي گزمو شمیر د ورځې له ١٢ نه ٣٠ ته ورسوي.

د پنټگان نطاق وویل، کانگرس د دفاع وزارت ته اجازه ورکړې چې ددغه کار لپاره یو اعشاریه دوه میلیارد ډالر د اوسنۍ بودیجې نه ولگوي.

د دفاع وزیر رابرټ گیټس له کانگرس نه غوښتنه کړې چې پاتې یو میلیارد ډالر د بل مالي کال په بودیجه کې تصویب کړي.

XS
SM
MD
LG