د لاس رسي وړ اتصالات

د ۲۰۰۸ کال المپیک لوبې پیل شوې


د المپیک د لوبو د مینه والو انتظار پای ته رسیدلی دی. دغه لوبې نن په چین کې پیل شوې.

خو د ممکنه مظاهرو او تروریستي حملو له آمله هم خلک اندیښنه کوي.

چین د المپیک پر افتتاحي مراسمو په میلیونونو ډالر لگولي دي. په دغه مراسمو کې د نړۍ ډیر مشران گډون کوي. دغه درې نیم ساعته ننداره، د نړۍ د مشهور ډایرکټر ژانگ ییمو په ښوونه تنظیم شوې ده چې په زرگونو خلک پکې برخه لري.

په پیکینگ کې د المپیک د لوبو نطاق، سن ویډي وویل چې د لوبو تنظیموونکي تمه لري چې هر څه به په ډیر ښه ډول تر سره شي.

خو په روانه اونۍ کې په پیکینگ کې د بشري حقونو فعالینو او د ناراضي چینايانو مظاهرو د چین دا هڅې له مشکل سره مخ کړې چې نړی ته د ارامو المپیک لوبو تصویر وړاندې کړي.

XS
SM
MD
LG