د لاس رسي وړ اتصالات

د المپیک د نارینه و فوټبال کې برازیل مخکې دی


په چین کې د المپیک د لوبو له پرانیستنې دوه ورځې مخکې د نارینه و د فوټبال ټورنمنټپیلشو.

د ښځو د فوټبال په اتلولیو کې د امریکا ټیم د صفر په مقابل کې په دوو گولونو له ناروې نه ماتې وخوړه خو د نارینه و په لوبه کې چې په تیانجین کې وشوه، د امریکا ټیم د صفر په مقابل کې د یوه گول په کولو جاپان ته ماتې ورکړه.

د بي گروپ په بله لوبه کې، د هالنډ او نایجریا لوبه هم په صفر مساوي پای ته ورسیده. له همدې آمله د امریکا ټیم په دغه گروپ کې له نورو نه وړاندې دی.

د اې د گروپ لوبې په شنگهای کې وشوې. په دغه گروپ کې ارجنټاین د حاج ساحل ته د یو په مقابل کې په دوو گولونو ماتې ورکړه. د استرالیا او سربیا لوبه په ١ ـ ١ گول مساوي پای ته ورسیده.

په شینیانگ کې د نړیوال جام اتل، برازیل بلجیم ته د صفر په مقابل په یوه گول سره ماتې ورکړه. برازیل چې تر اوسه یې د المپیک لوبې نه دي گټلي، د سي په گروپ کې د کوربه هیواد چین او نیوزیلنډ د لوبې د مساوي راتلو له آمله په خپل گروپ کې له نورو وړاندې دی.

په کیانگډو کې د ډي په گروپ کې د کیمرون او کوریا لوبه په ١ ـ ١ گول مساوي ختمه شوې. هندوراس ایټالیې ته په ٠ ـ ٣ ماتې ورکړې. او په دغه گروپ کې برازیل له نورو نه مخکې دی.

ټاکل شوې ده چې په المپیک کې د نارینه و د فوټبال د فاینل لوبه د اگست په ٢٣مه د پیکنگ د مرغۍ د ځالې په نامه سټیډیم کې تر سره شي. د برونزو د مډال لوبه به له فاینل نه یوه ورځ مخکې په شنگهای کې کیږي.

XS
SM
MD
LG