د لاس رسي وړ اتصالات

’د غزني په جگړه کې ۴ ښځې او یو ماشوم وژل شوي ’


په افغانستان کی د امریکا په مشري قواوی وايي چی ددې د غزني په ولایت کې په هغو جگړو کی چی د یاغیانو سره یې وکړې ، څلور ښځي او یو ماشوم هم وژل شوی دی.

د امریکا د اردو یوې نطاقي ډگر جنرال رمي نیلسن گرین نن وویل چی دغه ملکیان پرون هغه وخت ووژل سول چی عسکر د غزنی د ولایت د گیرو د ولسوالي په خوا ورغلل.

هغې وویل چی وسله والو طالبانو ائتلافي قواوي تهدید کړې چی په جواب کی یې دغو قواو په هغوی باندی په سپکو وسلو حمله وکړه او څو تنه یې په کی ووژل چی په کی دا ښځي او یو ماشوم هم ووژل سول . په دې جگړه کی درې طالبان نیول شوي هم دي.

د امریکا اردو ددې ښځو او ماشوم وژل قصدي نه دي بللي او په دې باب یې د تحقیقاتو امر کړی دی.

له بلي خوا ائتلاف ویلي دي چی نن یې د افغانستان په لویدیز کی یو عسکر هغه وخت ووژل سو چی د موټرو کتار ته یې بم وچاود.

په افغانستان کی د ٢٠٠١ کال را پدې خوا چی د امریکا اردو د طالبانو د راپرځولو د پاره هغه هیواد ته خپلي قواوی استولي دي ، تر اوسه پوری څه د پاسه ٥٠٠ امریکایي عسکر وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG