د لاس رسي وړ اتصالات

د المپیک د لوبو د پیل زړه راکښونکي نندارې


په چین کې د المپیک د لوبو د مینه والو انتظار پای ته رسیدلی دی. دغه لوبې نن پرانیستل شوې.

چین د جمعې ورځ په ملک کې رخصتي اعلان کړې او له خلکو نه یې غوښتي چې په کورونو کې کښیني او المپیک افتتاحي مراسم په تلویزیون کې وگوري.

د چین جمهور رئیس هوجن تاو د نړۍ په لسگونو مشرانو ته په دغو مراسمو کې د گډون لپاره ښه راغلاست ووایه. هغه په خپلو خبرو کې د نړیوالو المپیک لوبو د پرمختگ غوښتنه وکړه او ویې ویل، چین پر هغه ژمنې ولاړ دی چې د کوربه هیواد په توگه د چین د انتخابیدو پر وخت یې له نړیوالې ټولنې سره کړې وه.

په پیکینگ کې د لوبو پر وخت، په چین او نوره نړۍ کې د تیبت له آمله همدارنگه په چین کې د بشري حقونو د وضعې په اړه مظاهرې کړي دي، همدارنگه پدې باب هم مظاهرې شوي چې چین ژورنالستانو ته اجازه نه ورکوي چې پر انټرنیټ باندې د المپیک په هکله آزاد رپوټونه خپاره کړي.

خو د المپک د نړیوالې کمیټې مقاماتو تیره هفته وویل چې دوی له چینايي استازو سره خبرې کړي او له ډیرو ویب پاڼو نه دغه بندیز لرې شوی دی.

خو د ممکنه مظاهرو او تروریستي حملو له آمله هم خلک اندیښنه کوي.

چین د المپیک پر افتتاحي مراسمو په میلیونونو ډالر لگولي دي. په دغه مراسمو کې د نړۍ ډیر مشران گډون لري. دغه درې نیم ساعته ننداره، د نړۍ د مشهور ډایرکټر ژانگ ییمو په ښوونه تنظیم شوې ده چې په زرگونو خلک پکې برخه لري.

په پیکینگ کې د المپیک د لوبو نطاق، سن ویډي وویل چې د لوبو تنظیموونکي تمه لري چې هر څه به په ډیر ښه ډول تر سره شي.

خو په روانه اونۍ کې په پیکینگ کې د بشري حقونو فعالینو او د ناراضي چینايانو مظاهرو د چین دا هڅې له مشکل سره مخ کړې چې نړی ته د ارامو المپیک لوبو تصویر وړاندې کړي.

ډیر چینایان اتمه شمیره بختوره گڼي. او د دوی لپاره نن جمعه د اتمي میاشتې اتمه نیټه چې ٢٠٠٨ کال دی، یوه خاصه بختوره ورځ ښکاري.

د المپیک د لوبو یوه امریکايي مشاور، جیف رفولو وویل چې ترتیبات په ښه ډول نیول شوي او هر څه ډیر ښه پیل شول.

د المپیک د پیل په درې نیم ساعته ننداره کې تقریبا لس زرو لوبغاړو رول درلود او له همدغه نندارې نه د المپیک لوبې په رسمي ډول پیل شوې چې ١٦ ورځې به دوام ولري.

XS
SM
MD
LG