د لاس رسي وړ اتصالات

بش د چېن له جمهور رئېس هو جنتاو سره ملاقات وکړ


د امرېکا جمهور رئېس جورج بش د چېن له جمهور رئېس هوجنتاو سره نن دېکشنبى په ورځ ملاقات وکړ. تر ملاقات وروسته ښاغلى بش د اولمپېک په لوبو کې د امرېکا دباسکېټبال د ټېم لوبه د کوربه هېواد ېعنى چېن د باسکېټبال له لوبډلې سره وکتله.

د امرېکا دملى امنېت د شورې ېو چارواکى ډېنېس واېلډر واېې دوه اړخېزو خبرو کې په گڼو مساېلو باندى بحث وسو ددې ترڅنگ دامرېکا او چېن دا قتصادى اړېکواو تجارت پر موضوع هم بحث وسو. په خبروکې د شمالى کورېا غېراټومى کېدل او نور سېمه ئېز مساېل هم منځته راغلل.

دخبرو په ترڅ کې ښاغلى هو په هغه قتل باندى خواشېنى ښکاره کړه چې د شنبى په ورځ باندى وشو. د امرېکا د والېبال د ټېم د ښوونکي خوسر په پېکنگ کې ووژل شو او ښاغلى هو وعده وکړه چې د بشپړ تحقېق امر به ورکړى.

واېلډر ووېل دغو دواړو مشرانو په چېن د کې د بشرى حقوقو پر مسله باندى هم خبرى وکړى. ښاغلى هو جنتاو په دې برخه کې داسى معلومېده چې واېې د دېن په برخه کې هم دروازه خلاصه ده.

ښاغلى بش فقط ېو ساعته وروسته له هغه نه د چېن له مشر سره خبرى وکړى چې د پروتېستانو د کلېسا په مراسمو کې ېې برخه اخېستى وه.

رپوټ وايى کله چې ښاغلى بش او دهغه مېرمن لورا بش اودهغوى د ډلې نور غړى کلېساته ننوتل د کلېسا حاضرېنو د لاسنو په پړکولو دهغوى هرکلى وکړ.

له دېنى مراسمو نه ورو سته ښاغلى بش د کلېسا د حاضرېنو نه مننه وکړه چې دا وېاړ ېې په برخه سو چې له هغوى سره ېې په گډه په کلېسا کې عبادت وکړ.

د امرېکا جمهور رئېس ووېل چې دده تجربه داڅرگندوى چې خداى د ټولو جهانېانو دى. هغه داهم ووېل چې پکارده هېڅ ملت د دېن له نفوذ او اثرو اورسوخ نه ونه وېرېږي.

پر چېن باندى تل دا انتقاد سوېدى چې د بشرى حقوقو سابقه ېې ښه نده او په مذهبى عباداتوباندى ېې بندېزونه لگولى دى.

XS
SM
MD
LG