د لاس رسي وړ اتصالات

ناتو، د کابل د ښار د ساتنی مسولیت، افغان ملي اردو ته وسپاري


په افغانستان کی به په نږدې راتلونکی کې د ناتو قواوی د کابل د ښار د ساتنی مسولیت افغان ملي اردو ته وسپاري.

دا خبرې جنرال ظاهر اعظیمي، د افغانستان د دفاع وزیر ویاند، د ناتو د ملکي ویاند او په کابل کی د ایساف د نوي ویاند سره د یوه گډ خبري کنفرانس په ترڅ کی وکړی.

جنرال اعظیمي د افغان ارود سره د امریکا د همکاریو په اړه وویل چی هغه هیواد د ملی اردو د لا غښتلي کولو دپاره اولس ملیارد دالره مرستی ژمنه کړي ده چی د ملی اردو شمیر به د پنځه اتیا زرو نه یو سلو پنځه دیرش زرو ته ورسیږي.

XS
SM
MD
LG