د لاس رسي وړ اتصالات

د الجزایر په ختیځ کی اته تنه وژل شوی دی


د الجزایر ملی رادیو وایی د هغه هیواد په ختیځ کی د حملو په نتیجه کی اته تنه وژل شوی دی.

رپوټونه وایی دا چاودنه پرون شپه ناوختي پداسی حال کی وشوه چی د زیموري په نوم د ښار د پولیسو ستیشن مخی ته هغه موټر وچاودید چی بم پکې ځای په ځای شوی و.

ددې حملې پړه چې نولس تنه پکې ټپي هم شول چا په غاړه ندی اخیستی.

XS
SM
MD
LG